د امنیت شورا له ۲۲۳۱ پریکړه لیک باید ناوړه استفاده ونشي
زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي امیر سعید ایرواني پرون د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ته په یوه لیک
کښې په اوکراین کښې د نسکورو شویو بې پایلوټه الوتکو په ټوټو پرچو باندې د غور کولو لپاره کي یف ته د ملګروملتونو د کارپیژاندو استولو او د ایران د اټومي موافقې په هکله د امنیت شورا د دوه زره دوه سوه یودیرشم پریکړه لیک له اجرا سره د بې پایلوټه الوتکو د ټوټو مرتبط کولو لپاره د اوکراین وړاندیز د نوموړي پریکړه لیک په چوکاټ کښې د حقوقي بنسټ نلرونکي وباله.
لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا په داسې حال کښې چې د اوکراین د جنګ له پیلیدا وروسته یې تراوسه کي یف ته د میلیارډونو ډالرو په اندازه ډول ډول وسلې او پوځي تجهیزات استولي دي څه موده کیږي په چټي ادعاګانو سره ایران د اوکراین په جنګ کښې د استفادې لپاره روسیې ته د بې پایلوټه الوتکو په ورکولو تورنوي داسې موضوع چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو هغه په ځلونو ځلونو رد کړي ده.
امیر سعید ایرواني په دغه لیک کښې په دې خبرې باندې چې اوکراین په خپل هیواد کې په روان جنګ کښې د ایران په بې طرفه دریځ سترګې پټې کړي دي او د نه ثابت شویو اطلاعاتو پراساس خپلو غلطو دریځونو او ادعاګانو ته دوام ورکوي خواشینۍ څرګنده کړه.
ایرواني وویل اوکراین د ملګروملتونو د امنیت شورا د د۲۲۳۱ پریکړه لیک او د ایران پرضد د بې اساسه ادعاګانو په مرتبط کولو سره د سیاسي هدفونو هڅه کوي.
هغه په پاې کښې د ملګروملتونو په سرمنشي انټونیو ګوټریش غږ وکړ چې د اوکراین د جنګ په ارتباط د امنیت شورا له ۲۲۳۱ پریکړه لیک څخه د هر ډول ناوړه استفادې مخه ونیسي.