د قفقاز د هیوادونو ځمکني بشپړتیا ته درناوی وشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122568-د_قفقاز_د_هیوادونو_ځمکني_بشپړتیا_ته_درناوی_وشي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چي د قفقاز د هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي، مونږ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره خپل مخالفت په ښکاره توګه څرګندوو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 21, 2022 08:21 Asia/Kabul
  • د قفقاز د هیوادونو ځمکني بشپړتیا ته درناوی وشي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چي د قفقاز د هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي، مونږ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره خپل مخالفت په ښکاره توګه څرګندوو.

د ایرنا له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر امیر حسین عبداللهیان تېره ورځ ارمنستان ته په خپل سفر کې له خپل سیال آرارات میرزویان سره سلامشورې وکړي.

د ایران خارجه وزیر په دې باندې په تاکید سره چي تهران په سخته له هر ډول جئوپولټیک او سرحدونو له بدلون سره مخالفه دی، یادونه وکړه چي د اذربایجان او ارمنستان تر مینځ نښتې په سیمه کې اندېښنې رامینځ ته کړي او مونږ په دې باور یو چي د قفقاز د سیمې د هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي.

عبداللهیان زیاته کړه: له دې نه چي د ایران او ارمنستان اړیکې په سمه لاره روانه ده، خوښ یو او په سیمه کې د پردیو له ځواکونو سره خپل مخالفت په ښکاره توګه اعلانوو.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر هم له عبداللهیان څخه په هرکلی سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیشا لپاره د چمتوالې په ترڅ کې وویل:  له دوو کلونو راپه دې خوا اذربایجان په ځلونو په ارمنستان یرغلونه کړي دي، مونږ د ارمنستان د سرحدونو د خوندیتوب په لړ کې د ایران له دریځ نیونو او ښکاره پیغامونو څخه قدرونه کوو.