د ایران پارلمان:
په سرحدونو کې هیڅ ډول بدلون د منلو نه دی
د ایران په پارلمان کې د ملی امنیت او د بهرني سیاست کمیسیون غړی وویل: د هیواد په شمالي سرحداتو کې بدلونونه زمونږ لپاره مهم دي او هر ځای کې چي ضروري وي، د خپلو حقوقو او د هیواد د امنیت په لړ کې فوځې مانورې کوو.
د ایران د اسلامي شورا د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړی حسن همتي د هیواد په شمالې پولو کې د ارمنستان او اذربایجان جمهوریتونو ته نژدې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو د مانورې په هکله وویل: دغه مانوره د اسلامي ایران د وړتیاو او ځواک د ښودلو په موخه تر سره شوه چي ګاونډیانو ته د سولې او دښمنانو ته د سخت ځواب پیغام استوي.
هغه د دې په بیانولو چي ایران د سیمې د هیوادونو په پولو کې هیڅ ډول بدلون نه مني، وویل: هیڅ یو نړیوال قانون په سیمه کې د سرحداتو بدلون نه مني، مونږ باوري یو چي هر یو هیواد خپله جایګاه او منزلت لري او د ټولو هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا خوندي وي.