د ایران او د عمان د بهرنیو چارو د وزیرانو خبرې اترې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122670-د_ایران_او_د_عمان_د_بهرنیو_چارو_د_وزیرانو_خبرې_اترې
د ایران خارجه وزیر له خپل عمانی سیال سره په ټلفوني تماس کې د بندیزونو د لیري کېدو د مذاکراتو او د دواړو هیوادونو تر مینځ په مختلفو ډګرونو کې د اړیکو په برابر خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2022 07:24 Asia/Kabul
  • د ایران او د عمان د بهرنیو چارو د وزیرانو خبرې اترې

د ایران خارجه وزیر له خپل عمانی سیال سره په ټلفوني تماس کې د بندیزونو د لیري کېدو د مذاکراتو او د دواړو هیوادونو تر مینځ په مختلفو ډګرونو کې د اړیکو په برابر خبرې اترې وکړې.

د ایرنا له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان له خپل عمانی سیال بدر ابوالسعیدی سره په تماس کې د بندیزونو د لیري کېدو په مذاکراتو کې د ایران کلکې ارادې ته په اشارې سره، په دې لړ کې د عمان د هلوځلو قدرونه وکړه.

هغه همدارنګه د دواړو هیوادونو تر مینځ په مختلفو زمینو کې د تر سره شویو هوکړو د عملي کېدو په ضرورت تاکید وکړ.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر هم په سیمه کې د ایران د اسلامي جمهوریت رول مهم وباله او د دواړو هیوادونو تر مینځ په سیمه ایزه کچه کې د همکاریو غوښتونکی شو.

بدرالبوسعیدی هم د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو پراختیا مهم وباله او د سیمې او ګاونډیو په وړاندې د ایران د رغنده سیاست ستاینه وکړه.