د ایران او د عراق د اړیکو په پراختیا د امیرعبداللهیان تاکید
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122672-د_ایران_او_د_عراق_د_اړیکو_په_پراختیا_د_امیرعبداللهیان_تاکید
د ایران خارجه وزیر د عراق له مخکنی لومړي وزیر سره په لیدنه کې د تهران او بغداد تر مینځ د اړیکو د پراختیا په ضرورت تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2022 07:26 Asia/Kabul
  • د ایران او د عراق د اړیکو په پراختیا د امیرعبداللهیان تاکید

د ایران خارجه وزیر د عراق له مخکنی لومړي وزیر سره په لیدنه کې د تهران او بغداد تر مینځ د اړیکو د پراختیا په ضرورت تاکید وکړ.

د ایرنا له راپور سره سم، د عراق مخکنی لومړي وزیر عادل عبدالمهدی تېره شپه د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ملاقات کې د عراق د وروستیو بدلونونو او د سیمې د چارو په هکله سلامشورې وکړې.

د ایران خارجه وزیر د عراق له ولس او حکومت څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په اعلانولو، په سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړخونو کې د دواړو هیوادونو له اړیکو څخه د خوښی په څرګندولو سره، پراخو ظرفیتونو ته په تناسب سره په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې د دواړو هیوادونو د همکاریو د لا پراختیا غوښتونکی شو.

هغه همدارنګه د عراق په پارلمان کې د نوی ولسمشر د ټاکلو او د لومړي وزیر د معرفي کولو او د ملی وحدت په لړ کې د عراقي مشرانو په ځانګړې توګه د عادل عبدالمهدی له هلو ځلو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت خوشحالي څرګنده کړه.

عادل عبدالمهدی هم په دغه کتنه کې د عراق د کورني حالاتو په برابر د خپلو نظراتو په بیانولو سره، د سیمې او د نړۍ د مهمو بدلونونو په هکله تبادل نظر وکړ.

دواړو لورو همدارنګه د بندیزونو د لیري کېدو د مذاکراتو وروستي حالات او د عراق په مینځګړیتوب د تهران او ریاض تر مینځ د خبرو اترو د بهیر ارزونه وکړه.