د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند:
په مذاکراتو کې د ایران غوښتنې قانوني، روښآنه او منطقي دي
د ایران د خارجه وزارت ویاند تاکید وکړ چي د بندیزونو د لیري کېدو په مذاکراتو کې د ایران غوښتنې قانوني، روښانه او منطقي دي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند نن په یوه خبري غونډه کې په ایران کې له بلواو او ناامنیو څخه د امریکې د ښکاره ملاتړ او د مذاکراتو له بهیر څخه د وتلو په غبرګون کې وویل: د امریکایانو چلند ریا کاري ده، هم ریاکاري کوي او هم په رسمي توګه دروغ وایي، هغوی له مختلفو طریقو نه د موافقې لپاره د چمتووالې پیغام استوي او خبرې کوي.
کنعانی دې ته په اشارې سره، چي دا یوه ښکاره مساله ده، وویل: د ایران ځواب په دې زمینه کې روښانه او غوښتنې او نظرونه یې قانوني او منطقي دي.
د کنعاني په وېنا، امریکایان د یوې خوا څخه اعلان کوي چي موافقې ته د راستنېدو امکان نه شته، مذاکرات بند شوي او کومه نوې برنامه لري خو د بلې خوا نه بیا پیغام استوي او د واسطو له لارې د مذاکراتو د بیا پیلېدو په ضرورت تاکید کوي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند په ایران کې له بلواو څخه د امریکې ملاتړ د هغو سیاسي تېروتنو تکرار وباله چي امریکې د اسلامي جمهوریت په وړاندې د کلونو کلونو راپه دې خوا تر سره کړي دي.
هغه یادونه وکړه چي امریکایانو له خپلو تېروتنو څخه چي تل نامناسبه پایلې درلودلې، سبق نه دي اخیستي.