اوانا د رسندوي انحصار د ماتي لپاره لوړ ګام دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122722-اوانا_د_رسندوي_انحصار_د_ماتي_لپاره_لوړ_ګام_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د کلتور او د ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلي په دې خبرې سره چې خپلواکه هیواد د رسنیو له ترهګرۍ سره مخامخ دي ډاګینه کړه د اسیا او د اوقیانوسیې د خبري اژانسونو ارګان(اوانا-OANA) د رسنیو د انحصار د ماتولو لپاره لوړ ګام دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2022 09:19 Asia/Kabul
  • اوانا د رسندوي انحصار د ماتي لپاره لوړ ګام دی

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د کلتور او د ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلي په دې خبرې سره چې خپلواکه هیواد د رسنیو له ترهګرۍ سره مخامخ دي ډاګینه کړه د اسیا او د اوقیانوسیې د خبري اژانسونو ارګان(اوانا-OANA) د رسنیو د انحصار د ماتولو لپاره لوړ ګام دی.

د اسیا او د ارام اوقیانوسیې د خبري اژانسونو ارګان(ORGANISATION OF ASIA PACIFIC NEWS AGENCIES) اتلسمه عمومي غونډه د دغه ارګان د پینځویدیرشو هیوادونو د درې څلویښتو خبري اژانسونو د پلاویو په ګډون سره په تهران کښې پیل شوي او نن پاې ته رسیږي.

په دغه غونډې کښې به د دغه ارګان درې کلنه پړاویزه مشرۍ د جنوبي کوریا له یونهاپ خبري اژانس څخه د ایران د اسلامي جمهوریت خبري اژانس « ایرنا» ته وسپارل شي.

د ایران د اسلامي کلتور او د اسلامي ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلي د « اوانا» په اتلسمې غونډې کښې له ګډون کونکو کسانو په ناسته کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په دنیا کښې رسندوي ترهګرۍ هڅه کوي حقیقت تحریف یعني بدل کړي او عمومي افکار منحرف کړي وویل هغوې د رسنیو او د جاسوسۍ ادارو له لارې د خپلواکه هیوادونو فضا کړکیچنه ښيي او د دغه حرکت په مقابل کښې د خپلواکه رسنیو پیوستون ضروري دی.

هغه په ایران کښې د څه د پاسه څوارلس زره(۱۴۰۰۰) رسنیو فعالیت ته په اشارې سره وویل د اسلامي ایران رسندوي فضا متنوع او متکثره ده او د سلیقو ټول خاوندان د قانون په چوکاټ کښې له رسندوي ټریبون څخه برخور دي.

د ایران د کلتور او اسلامي ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلي ټینګار وکړ د ایران  اسلامي جمهوریت ویاړ دی چې د رسنیو له زهرجنې فضا سره سره چې د امریکا د امپریالیزم په شمول نړیوالو قدرتونو تپلي ده په خارج او داخل کښې د رسنیو د ازادۍ او د عدالت بیرغوال و او دی.