د څو قطبي نړۍ د راڅرګندیدو بهیر نه اودریږي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټیګار وکړ چې د ګڼ قطبي نړۍ د راڅرګندیدو بهیر د اودریدو نه دی
ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په تهران کښې د آسیا او اوقیانوسیې د خبرې آژانسونو د سازمان د عمومي ټولنې د اتلسمې غونډې د ترسره کیدو سره هممهاله، سپوتنیک خبري آژانس ته په مرکه کښې، په نړۍ کښې د امریکې مضر رول ته په اشارې سره د ګڼو قطبونو لرونکې نړۍ رامینځته کیدو ته اشاره وکړه.
ولسمشر رئیسي په دغې مرکې کښې وویل: یوازې یو څو لویدیځ هیوادونه د څو قطبي نړۍ له جوړیدو سره خپل مخالفت ته دوام ورکوي که څه هم د دغه بهیر مخه نه شي نیولې.
د ایران ولسمشر زیاته کړه: له لویدیځې نړۍ بهر د قدرت ډیر مرکزونه شته دي، دا نړۍ به د شنګهايي د ملګرتیا سازمان په شان د سیمه ایزو سازمانونو له لارې بڼه ونیسي.
هغه هم داشان له روسیې سره د ملګرتیا پياوړتیا ته په اشارې سره وویل: له روسیې سره د اړیکو پراختیا جدي اخلو او ایران به په آزادۍ باندې له پابندو ولسونو څخه ملاتړ جاري وساتي.
ولسمشر رئیسي په دوام کښې څرګنده کړه: پر هیوادونو د بندیزونو د لګولو له لارې د امریکې پلان ماتې خوړلې ده، هم هغه شان چې امریکا اوس پوه شوې چې بندیزونه نوره ګټه نه لري، نو په دې وجه یې اوس د نورو طریقو کارولو ته مخه کړې ده.
هغه وویل: اوس اصلي ستونزه سایبري ترهګري ده.
ولسمشر رئیسي څرګنده کړه چې امریکې په ایران کښې وروستۍ بلواوې پلان کړې خو په دې لړ کښې یې محاسباتي تیروتنه کړې ده.