د ټول اسلامي ایران خلک نن سترې مظاهرې کوي
زمونږ خبریال وايي د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د ایران له غیرتمنو خلکو وغوښتل نن د جمعې ورځې له عبادي او سیاسي لمانځه ترسره کولو وروسته امریکا او صهیونیزم ته د اړونده ګوډاګیانو له دسیسو څخه خپل نفرت او کرکه اعلان کړي.
دغه شورا په شیراز کښې د حضرت احمد بن موسی علیه السلام د سپیڅلي حرم د سپکاوي او د بوږنونکي جنایت په غندلو او د دغه وحشیانه پیښې د شهیدانو او د ژوبلو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په اعلانولو سره د اسلامي ایران غیرتمنو خلکو ته بلنه ورکړه چې په ټول هیواد کښې د جمعې له لمانځه وروسته صهیونیزم او امریکا ته د اړونده ګوډاګیانو له دسیسو خپل نفرت او کرکه نندرې ته وړاندې کړي.
د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا د شورا په بیانیې کښې ویل شوي دي د ایران د ملت دوښمانانو د وروستیو بلواو او د هیواد د ناامنه کولو د پروژې په دوام کښې یو بل جنایت وکړ او د احمد بن موسی علیه السلام د سپیڅلي حرم په لسګونو مظلوم زیارت وال یې په وینو کښې لیت پیت کړل.