د شیراز د شهیدانو د وینې غچ به ډير زر واخستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i122836-د_شیراز_د_شهیدانو_د_وینې_غچ_به_ډير_زر_واخستل_شي
د تهران د  جمعې لمانځه خطیب  د شیراز د شاهچراغ  علیه السلام په حرم د ترهه ګرې حملې په غبرګون کې ټينګار وکړ له هغو حیوانانو څخه به چې ددغه جنایت سبب ګرځيدلي ،یعني له نړیوال استکباره به ئې غچ واخستل شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2022 11:28 Asia/Kabul
  • د شیراز د شهیدانو د وینې غچ به ډير زر واخستل شي

د تهران د  جمعې لمانځه خطیب  د شیراز د شاهچراغ  علیه السلام په حرم د ترهه ګرې حملې په غبرګون کې ټينګار وکړ له هغو حیوانانو څخه به چې ددغه جنایت سبب ګرځيدلي ،یعني له نړیوال استکباره به ئې غچ واخستل شي .

ایران پریس خبری آژانس راپور  ورکړ د تهران د جمعې لمانځه  خطیب حجةالاسلام  حاج علی اکبري  د شیراز دحضرت احمد بن موسی شاهچراغ په حرم دترهه ګرۍ حملې په غبرګون کې  ووئیل،  یوه ډيره تراخه اوغمجمنه پيښه وه چې  مظلوم انسانان  د خدای په درګاه کې سربسجود وو،  په بوږنونکی ډول شهیدان شول.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د شیراز په ترهه ګرې پيښې پسې د اسلامی انقلاب دستر لارښود پيغام ته په اشارې سره  زیاته کړه ،د  مظلومو خلکو داغ او داهل بیت علیهم السلام د حرم سپکاوی به ،ددغې غمیزې د راپنځونکو سرغنو له لټولو  او چورلټ او منطقي  اقدام  پرته  جبران نه شي.

 علی اکبری دایران داسلامی جمهوریت په ضد د نړیوال استکبار سټراټژۍ ته په اشارې سره  روښانه کړه ،نړیوال استکبار  دوې موضوعګانې  یعني د  اسلامی ایران په ضد دناکراریو رامینځةکیدا او د هویّت بدلون ته مخه کړې ده ،خو   دملت په ویښتیا او هوښیارتیا اوځيرتیا سره به په دغې دسیسې کې هم سخته ماته وخوري.