د ایران د ورانونکي امریکائي پروژې ناکامي
د ایران داسلامی جمهوریت داطلاعاتو وزارت او د اسلانی انقلاب د سپاه پاسدارانو د اطلاعاتو څانګې په یوې ګډې اعلامیې کې د هیواد په وروستیو بلواؤ کې د امریکا له رول لوبونې پرده پورته کړه.
په دغې ګډې اعلامیې کې ټينګار شوی دی،موجود اطلاعاتي مستنداتښئ چې د امریکا استخباراتي اداره (سی ائي اې)،له خپلو همتړونونو د جاسوسي ادارو او د مرتجعو په نیابتي ملګرتیاؤ سره په ایران د بهرنیو دباؤنو دزیاتولو لپاره د زمینه جوړونې او دبلواؤ درامینځةکولو لپاره پلانونې کړې وې.
دموجوده اطلاعاتو په اساس د امریکا استخباراتي اداره(سی آئي اې)،په دغه پروګرام کې د انګلستان د بهرنیو اطلاعاتو له ادارې ، دصهیونیسټ رژیم د استخباراتی ادارې(موساد) او د آل سعود رژيم د جاسوسي ادارې له نزدو ملګرتیاؤ برخمنه ده.
تاریخي شواهد او تجروبه ښئ،د امریکا حکومت په تیرو لسیزو کې او لږترلږه په وروستیو کلونو کې په ایران کې د ناکراریو په رامینځةکیدا او واټيزو تاؤتریخوالو یو اصلی ملاتړی هیواد دی. د مثال په توګه،په ۱۳۹۸لمریزکال کې د پيټرولو د بیّو دزیاتولو او د اصلاح په پيښې کې،د ایران په په تهران او ځينو نورو ښارونو کې دغونډو او اعتراضونو کې چې څو ورځې وروسته ځينو امریکائي چارواکو په دغو پيښو کې ناکراریو ته په لمن وهلو کې په لاس وهلو اعتراف هم کړی ؤ، دنظام په پرځولو پسې شول.د امریکا دوخت حکومت دپه خارجه وزارت کې د ایران د چارو مسئول براین هوک په یوه ښکاره اعتراف کې ووئیل، بلواګرو ته دارتباطي آوزارونو په ورکولو سره حتی په ایران کې دانټرنیټ له غوڅیدا سره ،هم دوي وتوانیدل، خپلې ارتباطي لارې ولرل شي.:
د ایران د وروستیو څو اونیو ناکراریو او بدلونونو هم ښودلې ده چې د امریکا پشمول دښمنان د بشری حقوقو او دمیرمنو دحقوقو په څير بحثونه، دایران په ټولنې کې د درز درامینځةکولو اوداختلاف اچولو او بلواؤ لپاره او حتی له دغو پيښو مخکې څخه پلانونې ئې کړې وې. د امریکا رسیندویو او د ځینو فکر کوټو (تینک ټینګ) پلانونې هم دا تائيدوي چې ددغه هیواد حکومت په مخکې پلانونې سره په ایران کې د هدفمنو خپګانونو په رامینځةیکدا پسې دی.
دمثال په توګه، د امریکا ؛له ډيموکراسیو څخه ددفاع فاؤنډيشن(ایف ډي ډي) په نامې سره امریکائي فکر کوټه(تینک ټینک)،چې د ایران په وړاندې د واشنګټن دبهرني سیاست په برابرولو کې مهم رول لري،د مئ په درویشتمه نیټه،یعني له وروستیو بلواؤ څخه کابو څلور میاشتې مخکې و په داسې شرائطو کې چې په ایران کې د بیّو په زیاتیدا یوازې په ځينو سیمو کې تیت پرک اعتراضونه موجود وو، د ؛ په ایران ې اعتراضونه اوج ته رسیدلی ؛ د جوزف بایډن حکومتمرسته کولی شي؛په عنوان سره په یوراپور کې ، د امریکا حکومت او چارواکو ته سپارښتنه کړې ده ،دغه ډول اعتراضونه جدي وګڼي او ورڅخه بشبړ ملاتړ وکړي.
د ویانا دایټمي خبرواترو د بهیر دریدا،له اعتراضونو څخه پراخ ملاتړ،د بشری حقوقو دخلاف ورزۍ د موضوع مطرح کیدا او ایران ته دسټارلینک انټرنیټ وړاندې کول ، د واشنګټن حکومت ته د دغه تینک ټینک هغه سپارښتنې وې چې د سپینې ماڼۍ چارواکو هم همدغه شان عمل وکړ.
د ایران د اطلاعاتي اورګانونو په دغې وروستۍ اعلامیې کې همداراز اشاره شوې ده چې د لویدیځ اوصهیونیسټي جاسوسي ادارې ، د یو شمیر اړونده له مخکې معلوم کړائ شوو عناصرو لپاره دترکیبي جنګونو د روزونکو دټرینینګ مرحلې ترسره کړي او دوي ته ئې ماموریت ورکړی چې زده کړې دې نورو ته منتقلې کړي او ددغو زده کړو اوټرینینګونو په اساس دې د یولړ تشکیلاتو په بڼه عمل وکړي. ددغو پړاؤنو دترسره کولو مسئولیّت د امریکا د خارجه وزارت په غاړه دی چې د اجرا کولو لپاره ئې له سی ا ئي اې او ځينو موسیسو او دتش په نامه ځینو غیر حکومتي تینک ټینک کوټو څخه ئې استفاده کړې ده.
په ایران کې دبلواؤ لپاره ددښمنانو د اطلاعاتي او جاسوسي ادارو زمینه جوړونکو خوخښتونو یو بل اصلي چورلیز، د معلمان، کارګرانو اومحصیلینو په څير له مختلفو پرګنو د ناوړه استفادې لپاره د سرغنو او ککړو او جعلی ډ لو ټ پلو د جوړولو له لارې ددوي په څیر پر مختلفو پرګنو داغیزشیندنې لپاره هڅه ده . مثلا، دټویئټرد چینل په اساس ، یوازې د وږې د میاشتې له شلمې نیټې د تلې د میاشتې تر شلمې نیټې پورې یعني په یوازې په یوې میاشتې کې، په توئيټر کې په جعلی هویّتونو سره د فارسي ژبو د نوو څه دپاسه پنځوس زره کارؤنکو اکاؤنټونه جوړشوي دی ، څو د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد فعالیتونه وکړي. حال دا چې له دې مخکې په کابو یوې میاشتې مودې کې د توئيټر یوازې څلور زره اکاؤنټونه زیات شوي دي.
په دې باب د عمومي فکر جوړونې کې د جاسوسي ادارو د رول دتحلیل په زمینې کې یو انګریز متخصص او کارپوه کیټ کلارنبرګ په ؛کریډل ؛تحلیلي خپرونې کې په یوې مقالې کې لیکلی دي،د پنټاګان په ګمارنې سره د ارواپيژاندو اساسی سټراټژي،د ډيرو جوړو شوو رسندویو لارښونې او پرانیستنې دي چې په فارسي ژبه محتوا تولیدوي.دغه ایراني ضد فعالیتونه،د توئيټر،فیس بوک ،اینسټاګرام،یوټیوب او حتی ټيلګرام په څير په پیژندل شوو پلیټ فارمونو او چینلونو کې ترسره کیږي.
دغه تحلیلګر زیاتوي، په ځينو موردونو کې هم په سوشل میډیا چینلونو کې په ډيرزیات تعقیبونکو سره،جعلی کارپوهان او خبریالان یا لیکوالان ظاهریږي، چې حتی د دوي دپروفایل عکسونه په مصنوعي هوش یا روباټونوسره جوړیږي.
څرګنده ده، د امریکا په مشرۍ سره د غربی ،عبری او عربی چورلیز دښمنانو له دغو اقداماتو،سیاسی،اقتصادي او رسندوئي دباؤنو سره سره د ایران د ملت هوښیاری او د اطلاعاتي ټولنې اشراف،دې ځل هم دتیرو وختونو په شان د دښمنانو د سپیرو موخو دپوره کیدا خنډ شوي دي.د ایران داطلاعاتو د وزارت او دسپاه پاسدارانو د اطلاعاتو ادارې هم ټینګار کړی دی،ددښمن له خوا د ایران دورانولو پروژې سپیره او بې شرمه ماته وخوړله، یوه هماغه پروژه چې مخکې ئې په افغانستان،عراق،سورئې او لیبیا کې پلي کړې ده،خو په ایران کې ئې سخته او کوټلي ماته وخوړله.