ایران د امریکا په یوشمیر کسانو بایکاټونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123006-ایران_د_امریکا_په_یوشمیر_کسانو_بایکاټونه_ولګول
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت په یوې بیانیې کښې د امریکا لس کسان او څلور ارګانونه د بایکاټ په فهرست کښې شامل کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2022 02:59 Asia/Kabul
  • ایران د امریکا په یوشمیر کسانو بایکاټونه ولګول

فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت په یوې بیانیې کښې د امریکا لس کسان او څلور ارګانونه د بایکاټ په فهرست کښې شامل کړل.

د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزارت بیګا په یوې خبر پاڼه کښې د امریکا د یوشمیر کسانو او ارګانو پرضد د بایکاټ د لګولو خبر ورکړ.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي چې د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت د امریکا ځینې کسان او ارګانونه د بشري حقوقو ضد د فعالیتونو د ترسره کولو ، د ایران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې ، په ایران کښې د تاوتریخوالي او د بلواو د دودولو ، د ترهګرو اقداماتو د تحریکولو او لمسولو ، له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له فعالیتونو او هڅو سره د مقابلې کولو او په نهایت کښې د ایران په ملت باندې د زیات دباو د راوړلو په وجه چې د اقتصادي ترهګرۍ مصداق دی د بایکاټ په فهرست کښې شامل کړي دي.

د بایکاټ په فهرست کښې په سیمه کښې د امریکا د پوځ د قومندنۍ سینټکام قومندان مایکل کوریلا، د سینټکام د قومندان مرستیال ګریګوري ګیلوټ، د عراق په اربیل کښې د امریکا د هوايي اډې قومندان سکاټ ډیسور میکس ، د امریکن اینټرپرایز موسسې او د ډیموکراسۍ د دفاع په بنسټ کښې د مالي او د اقتصادي قدرت د مرکز مشر خوان زاراته ، د ایران پرضد د اتحاد د اډې اجرايي مدیر مارک والاس ، د امریکا د خزانې وزیر اجرايي مرستیال او قائمقام والي اډیمو ، د امریکا د هوايي ځواک د نهمې برخې قومندان الکسي ګرینکویک ، په سایبري حوزه کښې  د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار انه نیوبرګر، د امریکا د پوځ د رواني عملیاتو او د مدني چارو قومندان ایزاک جانسون او د امریکا د خزانې وزارت د ترهګرۍ او د مالي استخباراتو مرستیال برایان نلسون په دغه فهرست کښې شامل کړې شوي دي.

دغه راز د اټومي ایران پرضد د اتحاد فاونډیشن او جاسوسۍ اداره سي ايي ای ، د امریکا د پوځ د هوايي ځواک نهمه برخه او د امریکا ملي ګارډ هغه څلور ارګانونه دي چې  د ایران د خارجه وزارت د بایکاټونو په فهرست کښې شامل شوي دي.