د ارمنستان لومړي وزیر تهران ته راغی
Nov 01, 2022 08:49 Asia/Kabul
د ارمنستان لومړی وزیر د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په بلنې سره، تهران ته راغی
د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د ایران د ولسمشر د مرستیال مسعود میرکاظمي او د ایران د برنامې او بودیجې د عمومي رئیس له هرکلي سره مخامخ شو.
دغه سفر کې د ارمنستان یو اقتصادي ټیم هم د پاشینیان سره تهران ته راغلي څو د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په هکله سلامشورې تر سره شي.
ټاکل شوې ده چي د ارمنستان لومړي وزیر د سعد آباد په تاریخي ماڼۍ کې د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره ملاقات وکړي او د دواړو هیوادونو د مشرانو تر مینځ د همکاریو سندنونه لاسلیک شي.
ټیګونه