د ایران د فرهنګ او اسلامي ارشاد وزیر:
له ګاونډیانو سره اړیکې د ایران د سیاست اصلي چورلیز دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د فرهنګ او اسلامي ارشاد وزیر وویل چي ګاونډیانو سره په مختلفو فرهنګي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې تعامل په هدفمند او پلان شوی توګه د ایران د حکومت په اجنډا کې شامل دی.
د ایران د فرهنګ او اسلامي ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلي د تاجیکستان په پلازمینې کې زمونږ خبریال ته وویل: یوې میاشتې وروسته له هغه چي د تاجیکستان فرهنګي اوونۍ د ایران په دریو لویو ښارونو کې ولمانځل شوه، د ایران فرهنګي اونۍ هم په تاجیکستان کې لمانځل شوې.
هغه یادونه وکړه چي تاجیکستان سره د فرهنګي، تاریخي او هویتي مشترکاتو په لور حرکت د ایران اصلي هدف دی چي دا ورځ تر بلې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا سبب ګرځي.
محمدمهدی اسماعیلی جوته کړه: په تاجیکستان له ۱۴ کلونو وروسته د ایران د اوونۍ د مراسمو له سره پیلېدا د د اړیکو د پراختیا په لور د دواړو هیوادونو د جدې ارادې ښودنه کوي.