په مختلفو برخو کښې د ایران او روسیې پراخه ملګرتیا دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123054-په_مختلفو_برخو_کښې_د_ایران_او_روسیې_پراخه_ملګرتیا_دوام_لري
د ایران د تیلو وزیر وویل چې د انرجۍ او اقتصاد په مختلفو برخو کښې له روسیې سره د ایران پراخې ملګرتیاوې جاري دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2022 10:53 Asia/Kabul
  • په مختلفو برخو کښې د ایران او روسیې پراخه ملګرتیا دوام لري

د ایران د تیلو وزیر وویل چې د انرجۍ او اقتصاد په مختلفو برخو کښې له روسیې سره د ایران پراخې ملګرتیاوې جاري دي

د ایران او روسيې د ګډ کمیشن غونډه روانه اونۍ ترسره شوه او د دواړو هیوادونو چاروکاو پرون په مختلفو برخو کښې یوشمیر اقتصادي موافقې لاسلیک کړې.

د ایران د تیلو وزیر جواد اوجي نن د حکومتي کابینې په غونډه کښې وویل: د ایران او روسیې په ګډ کمیشن کښې د کشتۍ چلونې، ټرانسپورټ، بریښناکوټونو، اوبو، روغتیا او د صنعت او تجارت برخې شاملې دي چې په اړه یې له مخکښې نه کاري ډلې جوړې شوې دي او له روسي چارواکو سره ښه جمع بندي ترسره شوه.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د تیرو وزیر دې ټکي ته په اشارې سره چې ایران نن سبا د تیلو او ګیس د میدانونو د پراختیا لپاره د روسیې له سترو شرکتونو سره د څه باندې ۴ میلیارډ ډالرو تړون لري، زیاته کړه: له دغو قراردادونو سره هممهاله د ګیس د صادراتو د پایپ لاین د جوړولو په شان ډول ډول برخو کښې د روسیې له سترو شرکتونو سره د څه باندې ۴۰ میلیارډو ډالرو تړونونه شوې دي.

د ایران د تیلو وزیر څرګنده کړه: ایران او روسیه دوه ستر هیوادونه دي چې باید له دغو ظرفیتونو استفاده وکړي.