تهران ته د پاشینیان سفر، د ایران او ارمنستان د اړیکو پراختیا
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123064-تهران_ته_د_پاشینیان_سفر_د_ایران_او_ارمنستان_د_اړیکو_پراختیا
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د آرمینیا له وزیراعظم سره په ګډې خبرې غونډې کښې وویل: تهران ته د ارمنستان د وزیراعظم سفر به د دواړو هیوادونو د اړیکو په ښه کیدو کښې د بدلانه یو پيچومې وي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2022 13:03 Asia/Kabul
  • تهران ته د پاشینیان سفر، د ایران او ارمنستان د اړیکو پراختیا

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د آرمینیا له وزیراعظم سره په ګډې خبرې غونډې کښې وویل: تهران ته د ارمنستان د وزیراعظم سفر به د دواړو هیوادونو د اړیکو په ښه کیدو کښې د بدلانه یو پيچومې وي.

 

د آرمینیا وزیراعظم نیکول پاشینیان پرون د یو سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ تهران ته راغلی دی او د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره یې ملاقات وکړ.

د ایران ولسمشر دې ټکي ته په اشارې سره چې د تهران او ایروان تجارتي اړیکو په تیرو میاشتو کښې ۴۳ فیصده وده لرلې ده، زیات هکړه: په خپلو مذاکراتو کښې مو د اقتصادي ملګرتیاؤ سطحې او ۳ میلیارډ ډالرو ته د دواړو هیوادونو د سوداګري مبادلاتو د رسولو هدف مو ټاکلی دی چې د دواړو هیوادونو په چارواکو کښې په موجود هوډ او ارادې سره دغه هدف ته رسیدل بیخي ممکن دي.

ایران ته د ارمنستان د وزیراعظم د سفر په څنډه کښې د دواړو هیوادونو مسئولانو د انرجۍ په برخه کښې د اقتصادي ملګرتیا د تفاهم د یادداشت په لاسلیکولو سره تر ۲۰۳۱ کاله پورې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګیس او بریښنا د پاکولو د تمدید په سر موافقه وشوه.

ایران او ارمنستان د جیوپالیټکو او د ګاونډیتوب د ملاحظاتو په وجه په تیر یو کال کښې د اړیکو د پراختیا په موخه سفارتي خبرې اترې او هم داشان په جنوبي قفقاز کښې د صلحې د ټینګښت لپاره هلې ځلې په ایجنډا کښې شاملې کړې دي. ایروان ته د ایران د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د تیرې اونۍ سفر او ایران ته د ارمنستان د وزیراعظم سفر د دغو ډیپلماټیکو هلوځلو نمونې او د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا باندې تاکید دی.

دا دواړه هیوادونه د نزدې ۳۵ کیلومیټره ګډې پولې پر لرلو سربیره چې اورآسیا او اروپا ته د ایران ارتباطي لاره ګڼله کیدې شي، د ټرانسپورټي کوریډورونو د پياوړتیا لپاره هم یو ځانګړی موقعیت لري.

په جنوب کښې د ایران د اسلامي جمهوریت بندرونه په تیره بیا د چابهار بندر له نورو هیوادونو سره د ارمنستان د تجارتي تبادلاتو د ترسره کولو لپاره یو مناسب ظرفیت دی او د دغه هیواد چارواکي هم د خپل هیواد د سوداګري مبادلاتو لپاهر د دغو بندر د کارولو غوښتونکې دي. په ایران کښې د ارمنستان جمهوریت د سفیر آرسن آواکیان په وینا، د چابهار بندر د ایران، ارمنستان او هندوستان د دریو هیوادونو ترمینځ د اړیکې پراخونکی دی. د ایران او ارمنستان د نوې ټرانزټي لارې جوړیدل نه یوازې دوه اړخیزه کارکردګي لري بلکې د شمال-جنوب کوریډور د چوکاټ په شمول سیمه ایزې او نړیوالې کارکردګۍ او استعمال به هم ولري.

ایران او ارمنستان هم داشان تراوسه ارمنستان ته د پایپ لاین له لارې د ایران د ګیس د انتقال، د بریښنا د تبادلې او سوداګري او کرهڼیزو ملګرتیاؤ او د ساختماني او صنعتي محصولاتو د صادراتو په برخو کښې کامیابې ملګرتاوې لرلې دي.

په دې وجه د تهران او ایروان چارواکي د اړیکو د ژورولو نیت لري او ایران ته د ارمنستان د وزیراعظم سفر هم په هم دې چوکاټ کښې جاجولې شو. د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم له دې مخکښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اوږمهاله سټراټیجکو ملګرتیاؤ د لارې د انځورولو خبر ورکړی و.

د ایران اسلامي جمهوریت او ارمنستان جمهوریت د ملګرتیا لپاره ډیر موضوعات او هم داشان په سیمه کښې ګډې اندیښنې لري. په هم دې وجه د دواړو هیوادونو سفارتي تحرکات هم د همپالنې، د دوه اړخیزو اړیکو دپياوړتیا او د سیمه ایزې ملګرتیا پ چوکاټ کښې پرمخ ځي.

د قفقاز سیمې د چارو کارپوه سید محمد رضا دماوندي په دې هکله وايي: داسې ښکاري چې تهران ته د پاشینیان راتګ له یو رسمي سفر او سفارتي خبرواترو زیات وي، د سیمې حالاتو ته په پام سره او ایروان ته د ایران د خارجه وزیر له سفر نه سمدستي وروسته د هغه سفر د دواړو هیوادونو له خوا د جدي فیصلو نښه کیدې شي.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی