ایران د یوکرین په جنګ کښې د هیچا پره نه کوي
د ایران خارجه وزارت: جذباتي څرګندونې او بې بنیاده تور پورې کول، د یوکرین د کړکیچ په هواري کښې هیڅ مرسته نه کوي
د ایران د خارجه وزارت ویاند د یوکرین د خارجه وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې، د دغه هیواد د جګړې په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت په بې پلویتوب باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: جذباتي څرګندونې او بې بنیاده تور پورې کول، د یوکرین د کړکیچ په هواري کښې هیڅ مرسته نه کوي
ناصر کنعاني تیر ماښام د یوکرین چارواکو ته د حقیقت پسندۍ په سپارښتنې سره زیاته کړه: ښه به دا وي چې د یوکرین چارواکي د نورو د ملامتولو او د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د چټي تورونو د لګولو پر ځاې، د خپلو ادعاګانو د مستنداتو د وړاندې کولو په موخه د یوې د ماهرانو د دوه اړخیزې تخنیکي غونډې د ترسره کولو لپاره د تهران رغنده وړاندیزونه ومني.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د یوکرین په جنګ کښې د استعمالیدو لپاره د هر ډول وسلې او تجهیزاتو لیږل یوځل بیا په کلکه دروغ وبلل او د جنګ په بندولو کښې مرستې ته ی طد ایران په چمتووالي باندې دوباره ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې د یوکرین خارجه وزیر د دغه هیواد خلاف استعمالیدو لپاره روسیې ته له ایران څخه د ډرونز او وسلو د لیږد په هکله د ادعاؤ له بیابیا تکذیبیدو وروسته بیا هم دغه ادعا تکرار کړه او ایران یې په بې رحمه ځواب وګواښه.