د افغانستان د ښاریزو لپاره د ایران خدمات د ستاینې وړ دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123270-د_افغانستان_د_ښاریزو_لپاره_د_ایران_خدمات_د_ستاینې_وړ_دي
زمونږ خبریال وايي د سره صلیب نړیوال کارپیژاند ټینګار وکړ: د افغانستان ښاریزو ته د ایران د حکومت خدمات د ستاینې وړ دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2022 00:15 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ښاریزو لپاره د ایران خدمات د ستاینې وړ دي

زمونږ خبریال وايي د سره صلیب نړیوال کارپیژاند ټینګار وکړ: د افغانستان ښاریزو ته د ایران د حکومت خدمات د ستاینې وړ دي.

د سره صلیب د نړیوالې کومیټۍ د وسله والو ککړتیاو کارپيژاند برنډا فلورز وویل: د خارجي ښاریزو په مسائیلو کښې د سره صلیب له نړیوالې کومیټۍ سره د ایران د اسلامي جمهوریت ملګرتیا له چا پټه نه ده.

هغه زیاته کړه د ایران حکومت په ټولو حوزو کښې له خپل توان څخه زیات د افغانستان د ښاریزو په چارو باندې د غور کولو هڅه کړي ده کومه چې د ستاینې وړ ده.

د سره صلیب د نړیوالې کومیټۍ د وسله والو ککړتیاو کارپيژاند برنډا فلورز وویل د افغانستان د ښاریزو لپاره په دوغارون کښې د ماینونو له خطر څخه د خبریدا روزنې ورکول ځانګړی اهمیت لري.

هغه وویل افغانستان په تیرو څلویښتو کلونو کښې تل له کورنیو جنګونو سره مخامخ و او دی او د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت د بشر دوستانه خدماتو په اجرا کولو سره تل د افغانستان د ګاونډي او د دوست هیواد د خلکو په څنګ کښې ولاړ دی خو نړیوالې موسسې هم باید په دوغارون سرحد کښې د امکاناتو او د تجهیزاتو د وړاندې کولو لپاره ځانګړي کتنه ولري.