په اروپا کې میشت ایرانیان د ایران بهرني سرمایې دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123298-په_اروپا_کې_میشت_ایرانیان_د_ایران_بهرني_سرمایې_دې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په اروپایي هیوادونو کې له سفیرانو په تماس کې، په اروپا کې میشت ایرانیان د اسلامي جمهوریت مهمې بهرنې سرمایي وبللې او هغوی ته د اسانتیاو په برابرېدو تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2022 08:25 Asia/Kabul
  • په اروپا کې میشت ایرانیان د ایران بهرني سرمایې دې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په اروپایي هیوادونو کې له سفیرانو په تماس کې، په اروپا کې میشت ایرانیان د اسلامي جمهوریت مهمې بهرنې سرمایي وبللې او هغوی ته د اسانتیاو په برابرېدو تاکید وکړ.

د فارس له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللیهان د دوشنبې په شپه په اروپایي هیوادونو کې  له یو شمېر سفیرانو سره په خبرو کې، له هیواده بهر په سختو نړیوالو حالاتو کې د دیارلسم دولت د بهرني استراتیژی د مخته بېولو په لړ کې د اسلامي جمهوریت د استازولیو د هلوځلو په اهمیت تاکید وکړ.

عبداللهیان یادونه وکړه چي له دغو ننګونو سره مقابله،د اسلامي جمهوریت د ګټو په لړ کې د ایران د بهرنیو استازولیو کارنده، پیاوړی او خوځنده فعالیت ته ضرورت لري.

په دغه انلاین خبرو اترو کې ایراني سفیرانو  له اروپایي هیوادونو سره د اړیکو پورې د اړوندو بدلونونو په هکله خپلې نظریې بیان کړې.