د ایران په پولو کې بشبړ امنیت او آرامښت واکمن دی
د پولیسو ماموران په ډ یرو کمو امکاناتو سره په درست هیواد کې د خپلو وطنوالو لپاره تر ټولو زیات امنیت تولیدوي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د پولیسو د سرحدي ځواک قوماندان سردار احمد علی ګودرزي پرون ناوخته د سیستان او بلوچستان ولایت د سرحدي قوماندانانو او مرستیالانو سره په ناستې کې د هیواد جنوب ختیځ د پولو د امنیت په تامینولو کې دپوله ساتونکو دهلوځلو په قدرونې سره ووئيل، دسرحد ساتونکو په هڅې او همت سره دسیستان اوبلوچستان په پراخ او مهم ولایت کې بشپړ امنیت ټينګ دی.
د ایران دپولیسو د سرحدي ځواک قوماندان دجنوب ختیځ په پولو کې ترسره شوو اقداماتو ته په اشارې سره زیاته کړه ،دپوله ساتونکو په زیاتر او هڅې سره دسرحدونو امنیتي وضعیّت تل باتې او له اقتصادي نظره هم ښه رونټیا رامینځةشوي او اوس د هیواد په پولو کې یو خاص امنیت او آرامښت واکمن دی. هغه دغه راز روښانه کړه، دپولیسو ماموران په ډ یرو کمو امکاناتو سره په درست هیواد کې د خپلو وطنوالو لپاره تر ټولو زیات امنیت تولیدوي.