د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه:-
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو سلامونه مو ومنئ اوس به د ایران او خارجي ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو.
بلومبرګ ټیلي ويژن راپور ورکړی د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت په ډیرې چپتیا سره د امریکا له سترو بانکونو غوښتي دي چې له بایکاټونو سره سره له روسیې سره خپلو تجارتي اړیکو ته دوام ورکړي.
د انرژۍ کړکیچ او ځینې بې مخینې اقتصادي دباونو امریکا او لویدیځ هیوادونه له خپلو بایکاټونو تیریدا ته مجبوره کړي دي.
په مصر کښې د ملګروملتونو د اب وهوا د بدلونونو اوویشتم نړیوال کانفرنس په داسې حال کښې د ترسره کیدا په حال کښې دی چې له ګلتوي ګازونو څخه د ځمکې د کرې ژغورل د دغه کانفرنس هدفونه اعلان شوي دي.
له دې سره سره کارپیژاندي وايي چې د دغه غونډې بریالیتوب ته هیڅ هیله نلري.
وال سټریټ جورنال ورځپاڼې راپور ورکړی ټاکل شوي ده چې د چین ولسمشر د روان میلادي کال له ختمیدا مخکې سعودي عربستان ته سفر وکړي.
خو پیکینګ سعودي عربستان ته د چین د ولسمشر د سفر د احتمال په هکله بې خبري اعلان کړي ده.
په داسې حال کښې چې ټول خلک په اروپا کښې په سخت ساړه اندیښمن وو خبرونه وايي چې په روان میلادي کال کښې سختې ګرمې په اروپا کښې پینځلس زره کسان وژلي او اکثره وژل شوي کسان هم د جرمني او د اسپانیا ښاریز دي.
د فرانسې د کلیسا لوړرتبه چارواکي وویل د بورډو ښار د پادري په شمول د فرانسې یولس پادریان د خپلو کاري پړاونو په اوږدو کښې د خلکو په جنسي ځورونې او ازار تورن شوي دي چې د فرانسې د کلیساګانو د رسوایۍ داغ نور هم پسې ښکاره شي.
د مهاجرت مسله د صهیونیسټانو لپاره کومه نوي او عجیبه چاره نه ده خو اوس مستند روایتونه وايي چې اوس د صهیونیسټانو د مهاجرت نوي څپه نیواکي فلسطین ته نه بلکې له نیواکي سیمو څخه د تل لپاره د وتلو لپاره ده.
د عراق په پلازمینې بغداد کښې د امریکا یو ښاریز او د کاناډا یو افسر په مشکوک ډول وژل شوي دي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په یو لړ نویو څرګندونو کښې د ولسي جرګې مشرۍ میرمن نانسي پیلوسي ته په خطاب کښې هغه یوه حیوان وبلله او داسې معلومیږي چې سیاسي تاوتریخوالی د امریکا سیاستوالانو ته هم غځیدلی دی.
سعودي عربستان ته نږدې سرچینو تائید کړه چې د یمن د انصار الله ولسي غورځنګ ځواکونه توانیدلي دي په مارب ښار کښې د مهماتو ګودام تباه کړي.
()
د تهران راډیو ګرانو دوستانو اوس به اطلاعات ورځپاڼه وګورو چې مهم سرټکي یې څه دي.
()
د ایران د تیلو د ملي شرکت عامل مدیر محسن حجسته مهر پرون د تیلو او د ګازو د څاګانو د ګټې د پورته کونې د لومړي ملي کانفرنس په څنګ کښې وویل د تیرو میاشتو په نسبت د تیلو د صادراتو حالت ښه شوی دی او د تیلو له زړو او نویو کاهګانو سره کوټلي خبرې دوام لري ځکه چې د تیلو بازار بدلیږي رابدلیږي او د تیلو د صادراتو کسب او کار دايمي او پرله پسی دی.
د امریکا خلک پرون په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې د ګډون لپاره د رایو صندوقونو ته لاړل چې د ولسي جرګي د څلورسوه پینځه څلویښتو څوکیو او د مشرانو جرګې د پینځودیرشو څوکیو برخلک وټاکي.
کارپيژاندي او رسنۍ وايي چې په دغو انتخابانو کښې د ریپبلیکن ګوند د بریالیتوب چانس زیات دی.
د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوړرتیا مرستیالانو سره د سپینې ماڼۍ د سلاکار جیک سالیوان د پټو خبرو اترو د ترسره کیدا خبر ورکړ.
د تیونس خلکو په پراخو مظاهرو سره د ولسمشر قیس سعید د څنګ ته کیدا او د عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
ځینو سرچینو د یمن په مارب ولایت کښې د سعودي عربستان د ائتلاف په مرکزونو باندې د انصار الله غورځنګ او د پوځ د توغندوي حملې او د مهماتو د یوه ګودام د تباه کیدا خبر ورکړ.
په کراچۍ ښار کښې د طالبانو د موقته حکومت کنسولګرۍ وویل د پاکستان په سیند صوبې کښې د ګڼ شمیر ښځو او د ماشومانو په شمول د افغانستان کابو دیارلس سوه کسان نیول شوي دي.
د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا غړیو هیوادونو د بحرین په ال خلیفه رژیم غږ وکړ چې د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو چې اکثریت لري د مذهبي ازادیو احترام وکړي او د حکومت د مخالفانو ځپل پاې ته ورسوي.
د روسیې د هوايي حملو له سختیدا سره په یووخت د اوکراین دفاع وزیر اولکسي رزتیکوف وویل له لویدیځو هیوادونو څخه یې دوه نوي توغندوي سیسټمونه ترلاسه کړي دي.
د ناسامز او اسپایډ توغندوي سیسټمونه اوکراین ته رسیدلي دي او دغه وسلې د اوکراین پوځ په اوڅاره توګه پیاوړی کوي او زمونږ فضا لا پسې ایمن کوي.
د عراق د الحشد الشعبي تجربه کارو ځواکونو د داعش ډلې له وروستیو اقداماتو او ګواښونو وروسته له ایران سره په سرحدي سیمه کښې د دغه ترهګرې ډلې د پاتې شونو پرضد پراخ عملیات پیل کړي دي.
د فلسطین مقاومت ډلو له صهیونیسټ رژیم سره د هر ډول احتمالي جنګ لپاره د چمتو کیدا په لړ کښې توغندوي وویشتل.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ځینو خارجي ورځپاڼو مهم سرټکي درسره شریک کړو.
()
ګارډين ورځپاڼه:
د لندن چاپ ګارډین ورځپاڼې د سقوط په نوم هغه مستند فلم ته کتنه کړې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه جوړ شوی.
په دې فلم کې لکه څنګه چې ورځپاڼې یادونه کړې فلم جوړونکي Matthew Heineman ماتیو هاینمن د یوه امریکايي سرتېري له نظره د طالبانو پر ضد جګړه کې د امریکايي پوځیانو لهخوا د افغان ځواکونو د ملاتړ وروستیو میاشتو ته کتنه کړې.
ګارډین لیکي، هغه کسان چې په دې فلم کې یې تصویرونه اخیستل شوي، په تېره افغان سرتېري، په ښکاره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره مخالف دي خو امریکايي پوځیان باید بیا بیا دوی ته ووايي چې په دې پرېکړه کې دوی لاس نهلري او په دې توګه ګورو چې هاینمن او د فلم نور جوړوونکي، په دې پوهېږي چې د یوه ناورین پاڼې یوه په بله پسې را اوړي.
ګارډین وړاندې لیکي، فلم په هغو تصویرونو پای ته رسېږي چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې کله چې نا اميده افغانانو د امریکا په وروستیو پوځي الوتکو کې د راوتو هڅه کوله د کابل د هوايي ډګر له ګڼې ګوڼې څخه اخیستل شوي.
ګارډین د فلم هغه صحنې چې امریکايي عسکر ، د خلکو د وېرولو لپاره هوايي ډزې کوي او یو شمېر خلک په لاسونو کې کاغذونه ښوروي او نارې وهي چې د امریکايي ځواکونو لپاره یې د ژباړونکي، همکار او قراردادي په توګه کار کړی څو دننه ولاړ شي، په زړه پورې بولي او په ستاینه کې یې وايي حتی هغو کسانو چې په خبري چینلونو پورې نښتي وو، هم ښايي داسې تصویرونه نه وي لیدلي.
ټاکل شوې چې د سقوط مستند فلم د نوامبر په ۱۱مه خپور شي.
()
یوریشیا ریویو خپرونې د کابل تر سقوط وروسته له افغانستان او امریکا سره د پاکستان اړیکو ته کتنه کړې او لیکي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته له دې دوو هېوادونو سره د اسلام آباد په اړیکو کې سوړوالی راغلی.
خپرونه په یو وروستۍ مرکه کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ څرګندونو ته اشاره کوي چې د طالبانو له سرپرست حکومت سره د واشګټن په خبرو کې د پاکستان د منځګړيتوب احتمال ردوي.
او چې کله له ښاغلي وېسټ څخه په افغانستان کې د امریکا د عملیاتو لپاره د پاکستان هوايي حریم ته د اړتیا پوښتنه کېږي نو دی د مستقیم ځواب پر ځای په سیمه کې د وړتیاوو د بیاځلي تنظیم خبره یادوي.
یوریشیا ریویو لیکي چې د افغانستان د وضعیت د کنټرول لپاره د پاکستان له همکارۍ څخه د ښاغلي وېسټ دا مختصر انکار د تېر کال له اګست میاشتې په راوروسته موده کې له متحدوایالتونو او افغانستان سره د اسلام آباد په اړیکو کې د نه همغږۍ نښه ده.
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه پایې ته ورسیدله له ملتیا مو ډیره مننه.