د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي قومندان
دښمنان به بې قراره کړو او ارامښت به یې له مینځه یوسو
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدران د ځواکونو عمومي قومندان د دې په بیانولو چي د دښمن جنایتونه بې ځوابه نه پاتي کیږي او باید د شهیدانو د وینو بدله ورکړي، وویل هغوی وېرېدلي دي او پرلپسېد ګوزار د نه کولو پیغام استوي .
د سپاه پاسداران د ځواکونو عمومي قومندان سرلښکر حسین سلامي د توغندوي ځواک د قومندان سردار حسن طهرانی مقدم د شهادت په یوولسمه کلیزه کې، د ایران د اسلامي جمهوریت پرمختګونو ته په اشارې سره، وویل: دښمنان نن سبا خپلې هیلې یو ځای کړي او په خپل اند، په ایران یې ټولې لارې تړلي دي، لیکن مخونه یې تور شول، د ایران ولس له حرکته پاته نه شو او لا خوځنده دی.
د سپاه پاسداران عمومي قومندان د دې په بیانولو چي دښمنان غواړي ایران په داخلې ستونزو کې راګیر کړي او د پرمختګ او ځواکمنتیامخه یې ونیسي، جوته کړه: په داسي شان حالاتو کې مو د عراق په کردستان کې د انقلاب دښمنان وځپل، د ارس له سیند سره مو لویه فوځي مانوره وکړه، سټلایت مو فضا ته واستول، د ۳۰۰ کیلومټره کچکوونکی باور ۳۷۳ توغندوي دفاع سیسټم مو وازمویل او تیره ورځ مو هم د داسي توغندی د جوړېدو خبر اعلان کړ چي په نړۍ کې هیڅ یو دفاعي سیسټم یې د مقابلې توان نه لري.
سرلښکر سلامي تاکید وکړ: دښمنانو ته مو وویل چي ارامښت به مو له مینځه یوسو، هرو مرو به دا کار وکړو، څو ورځې کیږي چي بې قراره شوي او د تیارسئ په حالت کې دي، هغوی ویرېدلي دي او د ګوزار د نه کولو پرلپسې پیغامونه استوي، د څو هیوادونو له لارې مونږ ته پیغام راکوي.
د سپاه پاسداران عمومي قومندان وویل: دښمنانو د ناسمې ارزونې په پایله کې فکر کاوه چي د یو شمېر غولېدلي ځوانانو په لمسولو سره، چي هغه هم زمونږ د وجود ټوټې دي، کولایشي د اسلامي انقلاب له نړیوال پرتم او ځواک سره مقابله وکړي.
هغه زیاته کړه چي د دښمن جنایتونه بې ځوابه نه پاته کیږي، دښمن تل د خپلو تېروتنو د امله ماته خوري، دا ځلې هم د هغوی د تېروتنو څخه په استفادې سره، هغوی ته ماته ورکوو.