افغانستان ته د شیانو ټرانزیټ زیات شوی
ایرنا خبري اژانس وايي په تیرو اوو میاشتو کښې افغانستان ته د ایران له خراسان جنوبي ولایت څخه د شیانو ټرانزیټ پینځه څلویښت فیصده زیات شوی دی.
د ایران د خراسان جنوبي ولایت د صنعت د معدن او د تجارت د ادارې مشر عباس جرجاني وویل په تیرو اوو میاشتو کښې دوه زره او پینځه سوه څلور ټرکونه چې دوه اویا زره ټنه شیان پکښې بار وو د ایران له دغه ختیځ ولایت څخه افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي چې د تیر کال په نسبت د وزن له پلوه پینځه څلویښت فیصده زیات شوي دي.
جرجاني وویل په دې موده کښې له روسیې ، هندوستان، انډونیزیا ، اذربایجان جمهوریت او ترکیې څخه اوړه ، بوره ، فوفل ، ډیزل او نخود د «ماهیرود »ګمرک له لارې افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي.
د ایران په ختیځ کښې خراستان جنوبي ولایت د افغانستان د فراه ولایت په ګاونډ کښې د ایران دریم ستر ولایت دی او له افغانستان سره درې سوه یودیرش کلومیټره ګډ سرحد لري.