د کتاب اوکتاب لوستلو ورځ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123558-د_کتاب_اوکتاب_لوستلو_ورځ
مطالعه د شاوخوا مسایلو په اړه د وګړي د پوهې دایره پراخوي او د هغه د خلاقیت او تفکر قدرت هم زیاتوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2022 10:20 Asia/Kabul
  • د کتاب اوکتاب لوستلو ورځ

مطالعه د شاوخوا مسایلو په اړه د وګړي د پوهې دایره پراخوي او د هغه د خلاقیت او تفکر قدرت هم زیاتوي

 

نن د لړم ۲۴ چی د نومبر له ۱۵ سره برابره ده ، د کتاب او کتاب لوستلو ورځ ده .  هغه پیاوړی رسندویه چی د مطالعې کلتور په پیاوړی کولو او د عمومی پوهاوی په پراخولو سره د وګړي او ټولنې په بدلونونو کې جدی رول لوبوي . کتاب د د پوهې او معرفت د پراخې نړۍ او د انسانی کمال د پللو په لور دروازه ده .

د ایران د اسلامی جمهوریت د کتاب اونۍ دیرشم پړاو مونږه هماغه یو چی لولو په شعار سره په ایران کی د ترسره کیدا په حال کی ده اونن د دغې اونۍ په مینځ کې د کتاب او کتاب لوستلو ورځ لمانځل کیږی .

د ایران په ملی کال هینداره کی د دغې ورځ نومول په ایرانی کلتور کی د کتاب د لوړ ارزښت او په کلتوری پراختیا او ودې کې د مطالعې د اهمیت د اندازې ښودنه کوی ، ځکه چی کتاب په ژوند کې د انسان د بریالیتوب راز مطالعې ، وس  او پوهې ته د رسیدا لپاره لار ده ځکه چی د وګړی د پراختیا سبب کیږی . له دې امله د پوهانو او ویاړمنو په نظر کی  ډیر اهمیت لری  تر دې چی د ایران مشهور مورخ او لیکوال ابوالفضل بیهقی وایی چی په کتاب سره پوهې او نیکیانو ته رسیدلې شو .

مطالعه د شاوخوا مسایلو په اړه د وګړي د پوهې دایره پراخوي  او د هغه د خلاقیت او تفکر قدرت هم زیاتوي او په ژوند کې د نورو له تجروبو ګټه پورته کوی .له بلې خوا وګړی د لیکوالۍ په زمینه کې بریالیتوب په لاره کی ګرځولې شی . په دې مینځ و میان کې د رسندویو له تنوع او د کلتوری اوزارونو د شمیر له زیاتیدا سره سره د کتاب اومطالعې رول او اهمیت چی د ټولنود پوهتیا د اندازې سمبول بلل کیږی ، په خپل ځای پاتی دی .

د ایران د عمومي کتابتونو اورګان د پراخې شبکې په درلودلو سره د دغې اونۍ لپاره ځانګړي پروګرامونه برابر کړی دی . په دغو ورځو کې د ولایت او ولسوالیو په سویه  څه د پاسه ۱۷۰۰۰۰ کلتوری پروګرامونه ترسره کیږی .

فارسی ادبیات او ژبه د ایرانیانو د هویت د مولفو له مهمو ځانګړنو او فارسی لیک ، ګډ لیک د هغو ترمینځ د ارتباط د ټینګولو لپاره یوه وسیله او پیوند عامل  بلل کیږی . دغه ژبه د ملی هویت په تحقق او کلتوری زمینې جوړولو کې کوټلتیا بخښلو کی رول لوبوی . فارسی ادبیات او ژبه د ایرانیانو ترمینځ او له افغانستان او تاجیکستان سره د ایران له مهمو کلتوری مولفو دی .

په هرات کې د بایسنغر څیړندړوی موسسی مشر مسعود امینی باوری دی کله چی په ایران کی د کتاب او کتاب اونۍ ورځ شته دی نو ښه ده چی دغه اونۍ په ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا افغانستان کی هم دود شی ځکه چی د تیرو څلورو لسیزو په جنګ  او ناارامیو کې تر ټولو سخت ګوزار کتاب ، مطالعې ، تحقیق او څیړنې ته رسید لې دې  . مونږه په دغه موده کې د کلتور ستر لویان او غټ شخصیتونه له لاسه ورکړل او زیاتره پکې د هیواد د اوږدو جنګونو په علت خپل هیواد پریښودلې دې .

ده همداراز دې ټکی ته په اشارې سره چی په ایران کی د کتاب او کتاب لوستلو اونۍ ترسره کیدا په افغانستان هم اغیز شیندي ، وایی دا اغیز مسلم دی . هیله من یم چی د داسې اونیو ترسره کیدا سیمې په تیره بیا د ایران ګاوندیو او همدارنګه د افغانستان او تاجیکستان په شمول د ګډو کلتوری جرړو لرونکیو هیوادونو ته هم پراختیا پیدا کړی . که د کتاب اونۍ د دغو دریو هیوادونو په واحد چت لاندې ترسره شی نو په افغانستان او تاجیکستان کی به هم د مطالعې په زمینه کی او د کتاب د چاپولو او خرڅولو په زمینو کې مثبت اغیز وشیندی .

امینی زیاتوی چی که ددغو موردونو تر څنګ داسې  شرایط برابر شی چی په ایران کی کتاب خرڅونکي او ناشران وکولې شی د کتاب په اونۍ کې افغانستان ته سفر وکړي او زمونږ  په هیواد کتاب نندارتون او نور اړونده پروګرامونو ترسره کړی او دغو پروګرامونو ته مناسب خبری پوښښ ورکړی نو په پریکنده توګه دا به یوه ډیر ښه پیښه وی . د دغو کارونو ترسره کول سبب کیږی چی دا کلتور په افغانستان کی سیسټماتیک او رنګ ونیسی . دغه پروګرامونه سبب کیږی چی مونږه په افغانستان کی هم د ایران د کتاب اونۍ څخه ګټه پورته کړو او له هغو سره نیغ په نیغه ارتباط پیدا کړو . په افغانستان کی د نشر بازار د کلتور له جنسه داسې پروګرامونو ته اړتیا لري .

د ویلو ده چی د بایسنغر څیړندویه موسسه په ۱۳۹۴ کال کی په هرات کی جوړه شوی او د هنری ، تاریخی ، ادبی تحقیقاتو او مطالعاتو ، د تاریخی ودانیو په ساتلو ، د مختلفو روزنیزو پروګرامونو په ترسره کولو ، علمي غونډو ، نندارتونونو ، د تاریخی ، دینی او وطن پالو لویانو او مناستبونو  لمانځلو ، د کارکونکیو د ظرفیت د لوړتیا په لړ کی له دولتی ادارو سره ګډ پروګرامونه ، ښار والۍ  او کلتور او اطلاعاتو ریاست ته د ښار د ښکلا لپاره سلاومشورې او د کتابونو ترجمې ، اصلاح او داسې نور ډیر فعالیتونه ترسره کوی .

په دغه ورځ نیت لرو چی د کتاب لوستلو په زمینه کی یوه  مهم کتاب او یوه ټکی ته هم اشاره وکړو . په هغه دنیا کی د لوستلو یو اصلی دښمن اجتماعی شبکې اوټیکنالوجۍ ده ، څرنګه کتاب لوستونکی کیدلې شو ؟

The pleasures of reading in an age of distraction نومی کتاب چی الن جیکونز په قلم لیکل شوی ، له محتوا ډک ، ساده ، روان  ، صمیمی  او په عین حال کی ډیر زده کونکی کتاب دی چی دحواس پرتۍ له عواملو د لیری کیدا رودې ، په متن د تمرکز له څرنګوالی  او مطالعې د خوند اخیستلو څرنګوالې وریادوی . الن جیکوبز چی یو کره کتونکی ، ادبی څیړاندې او د بیلر پوهنتون استاد دې ، د خپلې کتاب لوستنې تجروبې باندې په تکیې سره د خپل کتاب لوستونکی رادغه اثر بولی چی د کتاب لوستلو له ټولو لارښونوتر بشپړیدا  ، څه باید وکړو او څه ونکړو لیسټونه ، څنګته کړی او هر څه چی خوښ یې دي ، د مطالعې په پیلولو سره له کتاب لوستلو خوند واخلی .

Image Caption

 

دغه اثر له شلو لنډو فصلونو جوړ شوی چی لیکوال هڅه کړی ده چی په هره لنډه برخه کی له لوستلو سره اړونده یوه مهمه او جذابه موضوع په متفاوته توګه بیان کړی .

مونږه په دغه کتاب کی زده کوو چی له مختلفو اثارو په نسبت لچکداره چلند ولرلې شو او هغه ټول په یوه سترګه ونه وینو ، مثلا مقرره نده چی یو ناول یا رمان په هماغه ځیرتیا ، چټکتیا یا تمرکز سره ولولو چی یو فلسفی کتاب لولو . په لوستلو کی دغه لچک ښودل له مونږه یو ښه لوستونکې جوړوی او هماغه ډول چی لیکوال ورته اشاره کوی ، مونږه زیاتره کسان ناولونه په دغه عمومی باور سره لولو چی هغه په چټکیتا سره ختمولې شو او له دې مهمه دا چی هغه ټول کار چی باید وکړو دا دې چی په یو ځل یې ښه ټول ولولو ، خو له بل اثر سره په چلند کی فکر ته اړتیا لری  نو پکار دی چی صابر ووسو . لازمه ده چی ورو ورو او په فکر سره لوستل پیل کړو او پرې فکر وکړو ، تر څو ډاډمن شو چی له مخکې تلو وړاندی په اصلی ټکی پوهه شوی یو .

د دې کتاب یو څه برخه درته وړاندی کوو .

هغه څیزونه ولولئ چی خوښ مو دي او په دې کې شرم هم نشته اوحتی که له هغو کمو کسانو یاست چی زیاتره هغه کتابونه خوښوی چی ځینې ورته د لومړی درجې کتابونه وایی هغه په  خپل ثابت  فکری رژیم بدل نکړئ  . هماغه ډول چی هره ورځ په یوه مجلل او پرتمین ریستوران کی خوړه نه خورئ .دا کار به افراط وی .

لکه څرنګه چی زمونږ ژوند په مخ وړاندی وخت کی حرکت کوی یا شاید په دې دلیل چی د نویو څیزونو په نسبت بی دلیله شوق لرو ، زمونږ طبیعی ګروهنه لاندې لور ته حرکت  ته ده  او دا هغه ګروهنه ده چی کله ارزښت لری د هغی  په وړاندی مقاومت وکړی .

لوستل هغه وخت چی لیکل  نه وی نو بیهوده ، پوچ او احمقانه دی . خو که یو همداسې معمولی شانته ناول وی که څه هم زه نه غواړم حتی د دغه ډول لوستلو په وخت هم کاملا څه ترې ونه لیکم . په کتاب لویکلی حاشیې نه پاکوم ځکه چی غواړم رته دا پته وی چی یو وخت مې څرنګه کتاب لوسته ، دا یو سند دی چی غواړم رسره موجود وی .

د دغه کتاب لیکوال مجازی فضا ، اجتماعی شبکې  او په کلی ډول اینټرنیټ د وخت ضایع کولو او حواس پرتۍ یو مهم عامل بولی  او لیکی اینټرنیټ اساسا د اسکینر یوه ډبه ده چی په دې ډول مهندسی شوه چی زمونږ د اعتیاد له ژورو لارو چارو  ګټه پورته کړی .