د اټومي اژانس پریکړه لیک په ایران د سیاسي دباو لپاره دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو اقدام ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ؛ د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنۍ شورا کښې تصویب شوی پریکړه لیک په ایران باندې د سیاسي دباو د راوستلو په هدف سره دی.
هغه د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد د پریکړه لیک د تصویبیدا په زمینه کښې د امریکا او د بریتانیا د فرانسې او د جرمني اقدام ته په غبرګون کښې وویل د ایران اسلامي جمهوریت دغه پریکړه لیک غندي او هغه د نه منلو وړ او رد شوی ګڼي.
ناصر کنعاني ټینګار وکړ د ایران ضد د پریکړه لیک اصلي بنسټګرانو د ایران له وروستیو شرایطو په ناوړه استفادې او په ایران باندې د دباو د راوستلو په هدف او انګیزې سره د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې دغه پریکړه لیک تصویب کړی دی داسې اقدام چې د اټومي اژانس د نظر وړ موضوعګانو په فني ډول د حل کولو په بهیر به منفي اغیز وشیندي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ډاګینه کړه د دغه غیر ضروري او ورانونکي پریکړه لیک وړاندې کول او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له ظرفیت او ځایګي څخه ناوړه سیاسي استفادې یوځل بیا د خپلو سیاسي هدفونو او دسیسو د مخ ته د وړلو لپاره د امریکا او د هغې د متحدانو حقیقي نیت په ښه ډول نندرې ته وړاندی کړی.