ایران اوافغانستان ګډ صنعتي پارک جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123722-ایران_اوافغانستان_ګډ_صنعتي_پارک_جوړوي
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د خبرو اترو د پيل، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله د ګډ صنعتي پارک د جوړولو او په افغانستان کې د يو شمېر بنسټيزو پروژو په برخه کې د ايران د تخنيکي همکاريو په اړه هم خبرې وشوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2022 11:04 Asia/Kabul
  • ایران اوافغانستان ګډ صنعتي پارک جوړوي

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د خبرو اترو د پيل، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله د ګډ صنعتي پارک د جوړولو او په افغانستان کې د يو شمېر بنسټيزو پروژو په برخه کې د ايران د تخنيکي همکاريو په اړه هم خبرې وشوې.

دافغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې د ګډ صنعتي پارک پر جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.

نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان او د دغه هېواد د فولا مبارکه شرکت له مسؤلینو سره د ګډو سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې. د افغانستان د صادراتو د حجم، په ترانزیت او د املاکو په سوداګرۍ کې د اسانتیا رامنځته کول، د چابهار بندر له لارې په افغانستان کې د ایران د پانګونې په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د خبرو اترو د پيل، د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پوله د ګډ صنعتي پارک د جوړولو او په افغانستان کې د يو شمېر بنسټيزو پروژو په برخه کې د ايران د تخنيکي همکاريو په اړه هم خبرې وشوې.

باید وویل شي، چې تېره ورځ په کابل کې د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سره په لیدنه کې ویلي و، چې لوی ایراني شرکتونه لېواله دي، چې د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي