بلواګروداسلامي نظام اقتدارهدف ګرځولې دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123724-بلواګروداسلامي_نظام_اقتدارهدف_ګرځولې_دې
د تهران د جمعې لمانځه خطیب جوته کړه نن ټول ایمان د ټول کفر په وړاندی ګرځیدلی او امریکا ، صیهونیسټ رژیم ، فرانسه ، انګلستان ، کرکجنې ، خلکو ضد ، منافقین او سلطنت غواړی ډلې میدان ته راوتلي دي او له اسلام سره کینه لری ځکه چی که دین سره یې کینه نه درلودلې نو د روحانیت سپکاوې به یې نه کاړه او قران او جومات ته به یې اور نه اچوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2022 12:10 Asia/Kabul
  • بلواګروداسلامي نظام اقتدارهدف ګرځولې دې

د تهران د جمعې لمانځه خطیب جوته کړه نن ټول ایمان د ټول کفر په وړاندی ګرځیدلی او امریکا ، صیهونیسټ رژیم ، فرانسه ، انګلستان ، کرکجنې ، خلکو ضد ، منافقین او سلطنت غواړی ډلې میدان ته راوتلي دي او له اسلام سره کینه لری ځکه چی که دین سره یې کینه نه درلودلې نو د روحانیت سپکاوې به یې نه کاړه او قران او جومات ته به یې اور نه اچوه .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت ا... سید احمد خاتمي پولیس ، پوځ ، سپاه او بسیج د ایران د اسلامی جمهوریت د اقتدار د سمبول په توګه یاد کړل او ویې ویل د اسلامی نظام اقتدار ته تاوان رسول د بلواګرو هدفونه دي .

خاتمی د دوکانونو د تړلو او بازار د چټی کولو لپاره کاسبانو ته د بلواګرو ګواښ ته په اشارې سره وویل کاسبان او دوکانداران به د بلواګرو ګواښونو ته پام ونکړي او هغو هم چی خپل دوکانونه یې وتړل ، د بلواګرو او خپلو شتمنیو ته د تاوان رسولو له ویرې وو .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب جوته کړه نن ټول ایمان د ټول کفر په وړاندی ګرځیدلی او امریکا ، صیهونیسټ رژیم ، فرانسه ، انګلستان  ، کرکجنې ، خلکو ضد ، منافقین او سلطنت غواړی ډلې میدان ته راوتلي دي او له اسلام سره کینه لری ځکه چی که دین سره یې کینه نه درلودلې نو د روحانیت سپکاوې به یې نه کاړه او قران او جومات ته به یې اور نه اچوه .

دتهران د جمعې لمتانځه خطیب له قضاییه قوې د بلواګرو د مشرانو محاکمې او ډګر ته د سملاسی ورداخلیدا په خاطر قدرونه وکړه او ویی ویل ځینې بلواګردرې عنوانونه لکه قاتل ، مخالف او یاغی لری او باید د اسلامی سزاکانو د قانون په اساس ، د داخلی امنیت ضد اقدام ، د دروغو خپرولو ، په اقتصادي نظام کی دګډوډی ، ناامنی ، سوزولو او ویجاړولو په دلیل محاکمه شي .