د ایران اوافغانستان ځینې مطبوعات
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی د شرارت او ورانکارۍ ټغر به ټول شی . جنایتکاران باید سزا شی .
اطلاعات
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د اصفهان د سلګونو خلکو په ټول کی د رهبرۍ د ستر مقام امام خامنه ای ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی . اطلاعات په خپل لومړی مخ د اسلامی انقلاب د معظم لارښود له قوله لیکلی دی استکبار خپل ټول امکانات د ځوانانو د ناهیلۍ لپاره په کار اچولي دي .
ورځپاڼه په دې اړه په یوه مفصل راپور کی لیکی چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود د وروستیو بلواؤ د لوبغاړو اصلي هدف ملت میدان ته راویستل وبلل او وې فرمایل، د شرارت ټغر به بې له کوم شکه ټول شي او د ایران ملت به په لازیات ځواک او له تازه روحیې سره د د هیواد د پرمختګ په میدان کې حرکت ته دوام ورکړي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي د اصفهان ولایت د ولس له یو شمیر پرګنو سره په کتنې کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، دغه پيښې او جنایتونه او ورانکارۍ،د خلکو او کارکسب کونکو لپاره یو لړ مشکلات رامینځةکوي،خو ددغو شرارتونو ترشا او په ډګر کې کسان له دې ډير سپک او بې شرمه دي چې اسلامی نظام ته تاوان ورسوي. د اسلامی انقلاب معظم لارښود روښانه کړه ، له اسلامی جمهوری نظام سره د استکبار اصلي مشکل دا دی چې که دغه نظام په دنیا کې پرمختګ نندارې ټه وړاندې کړي، نو د لویدیځي نړۍ د لیبرل ډیموکراسۍ منطق به باطل شي. د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وکړ، د همدې لالهاندۍ او سربدالۍ په دلیل، امریکایان او اروپایانو خپل درست امکانات راډګر ته کړي، البته هیڅ نشي کولی، هماغه ډول چې له دې مخکې ئې هیڅ ونه کړائ شول او په راتلونکي کې به هم هیڅ ونه کړئ شي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د لویدیځوالو چلول او دوکې ته په اشارې سره چې د آزادۍ او ډیموکراسۍ په نامې سره ئې په هیوادونو کې د ولسواکۍ او آزادۍ په ضد اقدامات کوي،ووئيل، افغانستان یوڅرګند او روښانه مثال دی چې امریکایانو دحکومت د ولسی نه شونې په پلمه ، په دغه هیواد پوځي یرغل وکړ، خو له شلو کلنو جنایتونو ،لوټ مار وروسته ئې هماغه حکومت چې د هغو په ضد ئې یرغل کړی ؤ ،واک ته ورسید او دوي په بې شرمۍ سره له هیواده ووتل.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود دې ته په اشارې سره چې د ایران او استکبار په اساسي ډغرې کې په سر کې ا مریکا ده او اروپا د ا مریکا تر شاولاړه ده ، ووئيل، د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه په ورسوته کلونو کې ، دامریکا درستو ولسمشرانو د اوسني بې خوده ولسمشر په څير درستو د ایران دولس د نجات ډنډورې وهلي دي ، خو ټول د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام په مقابل کې دریدلي دي او له هرچا چې توانیدلي دي ، د صهیونیسټي رژيم او د سیمې د ځینو هیوادونو پشمول د لیونیو او په ځنځیر کې د تړلو سپَیو په توګه ئې ورڅخه مرسته او کار اخستی دی.
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي له ګواښونو څخه د فرصت جوړونې توانمنۍ د یوه ایماندار ملت د طبیَعت یوه برخ ه وبلله او وې وئيل ،په مقدسې دفاع کې د ایران د ولس د فرصت جوړونې مخینه سبب شوې څو همدا نن هم هروخت دښمنان له پوځي کارډه د استفادې په فکر کې کیږي، نو متوجه دې شي چې دا یران ملت ته ماته نشي ورکولی ، هماغه شان چې په کرتو ئې خپلو مخالفانو او امریکایانو ته وئيلي دي ،؛سیمې ته راتلل د تاسو په خوښه دي ،خو بیره ګرځیدل نه او دتیریو په بڼه کې به ښکیل او نابود شئ.
امریکا وایی له روسیې سره مو موافقه وکړه چی ایټمی جنګ ونشی .
د بخښنې نړیوالې ادارې ویلی دی د خاشقچی د قتل په دوسیه کې د سعودی عربستان ولیعهد ته مصونیت ورکول خیانت دې .
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي ویلی دی هغه مدیران چی بدلون پال ندي څنګته کړې شي .
کیهان
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی د شرارت او ورانکارۍ ټغر به ټول شی . جنایتکاران باید سزا شی .
د ایران د تیلو د ملی شرکت د راپور په اساس په مشترک میدان کی د ایران د ګازو تولید له قطر زیات شو .
په مشهر او شیراز کې د امنیت د مدافع د شهیدانود جنازی په حماسی دستورو کی خلکو د بلواګرو د سختې سزا کولو غوښتنه وکړه .
د فیفا مشر د بشری حقوقو مدعیانو په ځواب کی وویل اروپایان باید ۳۰۰۰ کاله د نړۍ له خلکو بخښنه وغواړي .
د اروپا کمیشن مشر د ایران د وسونو په کنټرولولو کې د لویدیځ په بې وسۍ اعتراف وکړ .
د ایران د خارجه چارو وزیر امیر عبداللهیان وویل د اژانس د پریکړه لیک په ځواب کې متقابل او اغیزمن اقدام ترسره کوو .
په مشهد کې د دوبسیجی ځوانانو د شهیدولو عامل ونیول شو .
د اسلامی ایران ولسمشر د عمان د خارجه وزیر په کتنه کې وویل د ایرانی ملت له پرمختګونو د امریکایانو غوسه او دښمنی دوام لری .ورځپاڼه په دې اړه لیکی چی سید ابراهیم رئیسي په تهران کښې د عمان د بهرنیو چارو د وزیر السید بدر الدین البوسعیدي سره په کتنه کښې څرګنده کړه: ځینې سیمه ایز او نړیوال لوري پرله پسې د ملګرتیا او تعامل پیغامونه راکوي خو د عمل په ډګر کښې یې کړچار د خولې له خبرو سره فرق لري.
رئیسي په دې خبرې سره چې نن سبا د ایران د ولس خلاف د سلطې د نظام او په سر کښې یې د امریکادښمنۍ له هیڅ چا پټې نه دي، څرګنده کړه: د ایران د ولس له پرمختګونو د امریکایانو قهر او دښمنۍ په تیرو څلورو لسیزو کښې دوام لرلی دی او ماتې یې خوړلې ده خو هغوي له خپلو ماتو عبرت نه اخلي. د ایران ولسمشر هم داشان د نړیوالو موضوعاتو په پرمخ بیولو کښې له ایران سره د ملګرتیا لپاره د عمان د اصولي دریځونو په قدرونې سره د تهران او مسقط اړیکې پیاوړې او ژورې وبللې.
۳۸ میلیون فرانسویان د خپلو بلونو په ورکولو کی بې وسه دي ، د پاریس حکومت انرژۍ کوپنی کړه .
بن سلمان د ۲۰۲۴ په انتخاباتو کې د ټرمپ د بریالیتوب لپاره څو میلیارد ډالری مرسته وکړه .
په امریکا کې د خوراکی موادو د بیو زیاتیدا د وړتیا ډوډۍ د ترلاسه کولو صف اوږد کړ .
د سوریې په خاورې د صیهونیسټ رژیم په بیا تیری کی ۴ عسکر ووژل شول .
د شمالی کوریا مشر امریکا په ایټمی حملې وګواښله .
داعش ترهه ګرې ډلې د مصر په دولتی ودانیو په خونړیو حملو کی یوشمیر کسان وژلی دي
د کابل ورځپاڼۍ
د محتوا مسولیت یې نه منو
کلید
د سپین بولدکـچمن لارې د خلاصون په اړه ناسته کېږي
په پام کې ده چې د افغانستان او پاکستان چارواکي د را روانې دوشنبې په ورځ د سپین بولدکـچمن لویې لارې د پرانیستلو په اړه خبرې وکړي.
پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» د یو شمېر سرچینو په حواله خبر ورکړی چې دواړه لوري به په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره پر یوه ګډ میکانیزم بحث وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې به د سپین بولدکـچمن په لار کې د وروستۍ پېښې په اړه څېړنه او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې د ښځینه پولیسو د ګمارل کېدو په اړه خبرې وشي.
د یادونې وړ ده چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د یو پاکستاني افسر د وژل کېدو له کبله د سپین بولدکـچمن لویه لار د نامعلوم وخت لپاره وتړل شوه.
په هلمند کې د ناوړه دودونو قرباني ښځې
د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په ځینو لرې پرتو ولسوالیو کې ښځې نهیوازې له خپلو حقونو بېبرخې پاتې دي، بلکې په ځینو سیمو کې په کوچنیتوب کې ودېږي اوحتی په بدو کې ورکول کېږي.
بل لور ته ځايي چارواکي وايي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې د ښځو حقونه نهورکوي او زورزیاتی ورسره کوي.
د هلمند ولایت یوه اوسېدونکې چې د زهرا په مستعار نوم خپل ځان راپېژني، وايي چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو قرباني ده. دغه مېرمن د خپل ژوند د هرې صحنې له یادولو سره سم وايي:
«خاوند مې پوډ رې و، تر سهاره به یې په پښه درولې وم، ډوډۍ یې نه راکوله. وهل او ټکول او سخت ظلم یې راسره کاوه.»
زهرا د ګډ ژوند د تراژیدۍ نورې ترخې خاطرې هم لري. هغه وايي چې په ماشومتوب یې په بدو کې ورکړې وه او له همدې کبله د بېلابېلو فزیکي شکنجو تر څنګ برېښنايي شاټونه هم ورکړل شوي دي .
د خاوند تر مرګ وروسته، زهرا ته د دوو اولادونو سرپرستي هم ورپاتې ده، هغه هم په داسې حال کې چې سختې بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو په مخه کړې ده.
حمیرا د هلمند بله اوسېدونکې ده چې د ښځو ناوړه وضعیت خواشینې کړې. نوموړې وايي، نه یوازې په تېرو شلو کلونو کې ښځو ته د میراث حق نهدی ورکول شوی، بلکې ځای ځای نجونې په ماشومتوب کې هم ودېږي او یا په بدو کې ورکول کېږي: دا معلومه خبره ده چې د دغه ولایت په لرې پرتو سېمو او ولسوالیو کې ښځې او نجونې له هر ډول حقونو څخه بې برخې پاتې دي، چې ښځې ډېرې ترې ځورېږي.
د حقوقي چارو کارپوهان او فعالان هم وایي چې په یو شمېر سیمو کې ښځې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې پاتې دي .
د مرکز لښکرګاه ښار د حقوقي چارو کارپوه حافظ احمد نصرت وایي: «زیاتې ښځې په دغه ولایت کې په بد وضعیت کې دي، خلک دلته پر ښځو رحم نهلري. ناوړه دودونه او کلتوري ستونزې هغه څه دي چې دغه ولایت کې دوام لري.
دیني عالم مولوي عبدالولي خادم بیا وايي چې پر ښځو ظلم د شریعت له پلوه حرام دی:
مسیر
افغان حکومت وایی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې طالبانو ته وسپارل شي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب له ۷۶مې کلیزې سره هممهاله د افغانستان سرپرست حکومت غواړي دغه څوکۍ طالبانو ته وسپارل شي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس په دې سازمان کې د سرپرست حکومت د استازي نه شتون غیر عادلانه بولي. سهیل شاهین د سرپرست حکومت له لوري دې څوکۍ ته وروپېژندل شو، خو د دې سازمان له لوري و نه منل شو. شاهین وايي د طالبانو او د افغان ولس په استازولۍ له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوي چې څومره ژر کېدای شي، د دې نړیوال بنسټ لهخوا دغه بېانصافي پای ته ورسېږي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له غړیتوب راهیسې څورلس تنو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه حضور لرلی دی.
پاکستان او افغانستان د روغتیايي همکاریو تړون لاسلیک کړ
پاکستان د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت سره په روغتیایي برخه کې د همکاریو تړون لاسلیک کړی دی. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په مشرۍ پلاوي سره یې ولیدل.
محمد صادق ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې درې عصري روغتونونه محمد علي جناح په کابل، د نشتر د پختورګو روغتون جلال اباد او د نایب امین ا... لوګري روغتون یې لوګر کې جوړ کړی دی. د هغه په وینا، په دې ناسته کې پاکستان موافقه وکړه، چې د یادو درې واړو روغتونو د فعالیت او مالي لګښت مسوولیت په غاړه اخلي. د پاکستان ځانګړي استازي وویل، دغه راز موافقه وشوه چې د اوږود مهال لپاره دا درې روغتونونه د خصوصي سکتور په همکارۍ فعاله وساتل شي. محمد صادق زیاته کړې، د خیبر پښتونخوا (خیبر طبي پوهنتون) چې له دمخه یې سلګونه افغان ډاکټران روزلي ، خپله یوه څانګه په افغانستان کې پرانیزي څو دغه هېواد د روغتیا په برخه کې پخپلو پښو ودریږي. ده وویل چې دمګړۍ به دوی د افغانستان ۲۰ تنه متخصصین وروزي او په راتلونکي کې به دا شمېره لوړه کړي.