د ایران او د اوکراین کارپيژاندو مهم ګامونه پورته کړي دي
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ د اوکراین په نښتو کښې د ایران له بې پایلوټه الوتکو د استفادې ادعا ته په اشارې سره وویل تراوسه د دواړو هیوادونو د دفاعي کارپيژاندو په ګډ تعامل کښې مهم ګامونه پورته شوي دي.
په نیویارک کښې په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي نمایندګۍ په روسیې کښې د بې پایلوټه الوتکو د کارخانې د کار د پیلولو په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له ادعا وروسته دغه ورځپاڼې ته د یوه لیک په استولو سره ولیکل د اوکراین په جنګ کښې د ایران له بې پایلوټه الوتکو د استفادې له ادعا وروسته تهران د اوکراین له چارواکو سره د کارپيژاندو د ګډې غونډې د ترسره کیدا غوښتنه وکړه چې په دغو ادعاګانو غور وکړي.
په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي نمایندګۍ ډاګینه کړه تراوسه د اوکراین او د ایران د دفاعي کارپيژاندو په ګډ تعامل کښې مهم ګامونه پورته شوي دي او دغه چاره به په دې اړه د هر ډول ناوړه تفاهم تر له مینځه تلو پورې دوام ولري.
د ایران نمایندګۍ ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت د ادعا وړ بې پایلوټه الوتکو په موضوع کښې له اوکراین سره د ګډ تعامل په دوام سره په دې اړه رامینځته شوي تفاهمونه د ختمیدا وړ ګڼي.
د ایران نمایندګۍ په دغه یادښت کښې ویلي دي د ایران اسلامي جمهوریت او روسیه د خپل مینځه موافقو پراساس له مخکې کلونو راهسې ګډې دفاعي ، علمي او تحقیقاتي ملګرتیاوې لري کومې چې د اوکراین له جنګ څخه مخکې وخت ته وګرځي.