د عراق د شمال خلک د ترهګرو ډلو له مرکزونه لیرې ووسي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان محمد پاکپور د ترهګرو ډلو تر بې وسلې کیدا او د ګواښ تر ختمیدا پورې د عراق په کردستان سیمه کښې
د ایران ضد بیلتون غواړو ترهګرو ډلګیو پرضد د دغه ځواک د عملیاتو په دوام باندې ټینګار سره د عراق د کردستان سیمې له خلکو وغوښتل چې د ترهګرو د هستوګنې مرکزونو او ځایونو له شاوخوا سیمې لیرې لاړ شي.
هغه پرون د عراق په کردستان سیمه کښې د ایران ضده بیلتون غواړو ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د مرکزونو پرضد د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د حمزه سید الشهدا مرکز د جنګیالیو د عملیاتو د نوي پړاو پیلیدا ته په اشارې سره وویل د ایران د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د وروستیو ورځو د بې پایلوټه الوتکو او د توغندیو د عملیاتو په دوام کښې د حمزه سید الشهدا د مرکز د جنګیالیو د توغندوي عملیات نوی پړاو په اغیز شیندونکي حجم سره د عراق په کردستان سیمه کښې په « پردې » سیمه کښې د نړیوال استکبار د ګوډاګیو ترهګرو او د وسله والو ورانکارو د دیره کیدا او د منظمیدا د مرکزونو او د ځایونو پرضد پیل شوی او هغوې ته سخت ګوزارونه ورکړل شوي دي.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان محمد پاکپور زیاته کړه پرون د عراق په کردستان سیمه کښې د بیلتون غواړي ډلګې حزب ازادي کردستان په مرکزونو او ځایونو باندې چې د ایران د شمال لویدیځ کښې د ناکراریو او د بلواو په ملاتړ کښې یې رول لرلی دی په دقیق او د نښې په مینځ ویشتونکو توغندیو سره برید وشو او دغه مرکزونه وران شول.
هغه ټینګار وکړ د عراق په کردستان سیمه کښې د ایران ضد بیلتون غواړو ترهګرو ډلګیو او د وسله والو ورانکارو د مرکزونو پرضد د اسلام د جنګیالیو حملې به د دغو ډلګیو تر بې وسلې کیدا او د ایران پرضد د ګواښ تر ختمیدا پورې په قدرت سره دوام ولري.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځمکني ځواک پرون د عراق په کردستان سیمه کښې د دیره ترهګرو او بیلتون غواړو ډلګیو پرضد خپلې نوي حملې پیل کړې.
په دغو بریدونو کښې د عراق د کردستان سیمې په کرکوک کښې د ایران د ځان وژونکو بې پایلوټه الوتکو او د توغندیو په وسیله د حزب ازادي کردستان ترهګرې او بیلتون غواړي ډلې په مرکز برید وشو.