ایران د شپیتو فیصدو په سویه د یورانیمو پخول پیل کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i123928-ایران_د_شپیتو_فیصدو_په_سویه_د_یورانیمو_پخول_پیل_کړل
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي وویل په فردو اټومي مرکز کښې د شپیتو فیصدو په سویه د یورانیمو تولیدل پیل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2022 01:30 Asia/Kabul
  • ایران د شپیتو فیصدو په سویه د یورانیمو پخول پیل کړل

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي وویل په فردو اټومي مرکز کښې د شپیتو فیصدو په سویه د یورانیمو تولیدل پیل شوي دي.

هغه په تهران کښې د ژواک چاپیریال د شلم نندرتون د کتنې په څنګ کښې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د واکمنې شورا ایران ضد پریکړه لیک ته د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې د ځواب په هکله وویل سیاسي پریکړه لیک او دباو هیڅ شی نه بدلوي او د پریکړه لیک خپریدا به د ایران د اسلامي جمهوریت جدي غبرګون له ځان سره ولري.

محمد اسلامي وویل حاضردمه د ایران د بوشهر اټومي بټۍ د کار د پیلیدا له وخت راهسې څه د پاسه اوه میلیونه بیرله تیل بچت شوي دي او له پاکې انرژۍ د استفادې پراساس د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ټینګار ته په پام سره د اټومي بټیو د پراخولو د هدف ګرځولو قانون په اجنډا کښې شامل کړی شوی چې د ایران د اټومي انرژۍ ونډه شلو فیصدو ته ورزیاته شي.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي ټینګار وکړ د ایران په اټومي ادارې کښې ټاکل شوي ده چې د ککړتیاو د کمولو لپاره د ماشینونو د تجهیز او جوړولو او له اټومي ټیکنالوژۍ د بریښنا د تولید په دوو  برخو کښې یوشمیر اقدامات ترسره شي.

د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنې شورا په تیرې پنجشنبې ورځ په خپلې غونډې  کښې د امریکا د انګلستان د فرانسې او د جرمني تر سخت سیاسي دباو لاندې د ایران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو پرضد یوه پریکړه لیک تصویب کړ.