سیستان و بلوچستان د ایران د غیرتمنو خلکو ټاټوبی دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قومندان حسین سلامي په دې خبرې سره چې سیستان و بلوچستان د ایران د غیرتمنو خلکو ټاټوبی دی ټینګار وکړ د دغه شریف ټاټوبي خلک شرافت لرونکي ، کرامت لرونکي ، غیرت لرونکي او ځوانمرد دي او د دغه ټاټوبي د دښمانانو په مقابل کښې تل هوډمن دي.
هغه د زاهدان نړیوال هوايي ډګر ته د رسیدا په وخت وویل د سیستان و بلوچستان ولایت خلک د هرډول قدرونې ، مننې ، خدمت کولو ، سرشیندنې او د جانبازۍ وړتیا لري کوم چې د دغه ټاټوبي د کرامت ساتونکي او د امنیت دفاع کونکي ځواکونه دي.
سردار سلامي وویل دغه لباس مو اغوندلی دی چې د ایران د ټولو خلکو او د اسلامي امت لپاره سرشیندونکی سرباز ووسم او د دوې د سترو ارزوګانو د تحقق او د امنیت او ارامښت او پرمختګ لپاره زیاته سرشیندنه وکړو د سیستان او د بلوچستان ولایت د میلمه پاله خلکو په شمول د ګران ایران د خلکو لپاره وفاداره سربازان ووسو.