حنظله د ۷۰۰ اسرائیلي امنیتي کسانو عکسونه خپاره کړل
Sep 19, 2026 13:19 Asia/Kabul
د «حنظله» سایبري ډلې ویلي، د اسرائیلو د امنیتي جوړښتونو اړوندو سلګونو کسانو پر ګرځنده ټیلیفونونو یې پراخ سایبري نفوذ کړی او د شاوخوا ۷۰۰ کسانو انځورونه یې په خپله وېبپاڼه کې خپاره کړي دي.
د دغې ډلې په وینا، یاد کسان د «ناعِم» په نوم د یوه سایبري وسیلې له لارې هدف ګرځول شوي دي.
حنظله ویلي، د دغو کسانو اړوند معلومات او انځورونه یې د سایبري نفوذ په پایله کې ترلاسه کړي دي.
ټیګونه