په افغانستان کې د ایراني تاجرانو د پانګونې لپاره د طالبانو غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124168-په_افغانستان_کې_د_ایراني_تاجرانو_د_پانګونې_لپاره_د_طالبانو_غوښتنه
د افغانستان له خلکو د ایرانی ملت او دولت څلورو لسیزو ملاتړونو ، د میلیونونو افغانستانی کډوالو منلو او دغه هیواد سره د وروستی یوه کال بشر دوستانه مرستو زیاتول سبب شوی دی چی د طالبانو موقته دولت په ځلونو د ایران له استازیو د باور وړ هیواد په توګه وغواړي چی په افغا نستان کی پانګونه وکړی .
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Nov 28, 2022 13:09 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ایراني تاجرانو د پانګونې لپاره د طالبانو غوښتنه

د افغانستان له خلکو د ایرانی ملت او دولت څلورو لسیزو ملاتړونو ، د میلیونونو افغانستانی کډوالو منلو او دغه هیواد سره د وروستی یوه کال بشر دوستانه مرستو زیاتول سبب شوی دی چی د طالبانو موقته دولت په ځلونو د ایران له استازیو د باور وړ هیواد په توګه وغواړي چی په افغا نستان کی پانګونه وکړی .

 

د افغانستان دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیرنورالدین عزیزي د ایران هیواد له پانګوالو سره لیدنه کړې او په دې لیدنه کې یې په افغانستان کې د صنایعو او کانونو په برخو کې د پانګونې په اړه خبرې اترې ترسره کړي. ښاغلي عزیزي  اسلامي ایران د افغانستان یو ښه ګاونډی او دوست هیواد یاد کړی او زیاته یې کړه ده چې د افغانستان اوسني حکومت غېږه کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته خلاصه ده . ده زیاته کړې چې افغان حکومت هڅه کوي د پانګونې لپاره تر ټولو ښه زمینه برابره کړي . د نوموړي په وینا افغانستان ډېر کانونه او فرصتونه لري چې هر څوک په دې هیواد کې پانګونې ته لیواله وي ، کولای شي چې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي عزیزي په افغانستان کې د ایراني پانګوالو له پانګونې څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او ډاډ یې ورکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت به ورسره هر اړخیزه همکاري کوي.

په دغه غونډه کی ګډون کونکیوپه افغانستان کې د معدنو د ویستلو او صنایعو په برخو کی د پانګونې د څرنګوالی په اړه د نظر تبادله وکړه . د افغانستان له خلکو د ایرانی ملت او دولت څلورو لسیزو ملاتړونو ، د میلیونونو افغانستانی کډوالو منلو او دغه هیواد سره د وروستی یوه کال بشر دوستانه مرستو زیاتول سبب شوی دی چی د طالبانو موقته دولت په ځلونو د ایران له استازیو د باور وړ هیواد په توګه وغواړي چی په افغا نستان کی پانګونه وکړی . د افغانستان بیخ بیناوې د امریکا په تیر شل کلن نیواک  او داخلی جنګ کې له مینځه لاړې دی او دغه هیواد د خپل اقتصاد د څرخې د چلولو لپاره د ایران په شمول ګاوڼدیانو ته اړتیا لري . د طالبانو ډله چی د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې بیا قدرت ته رسیدلی ده ډیره هڅه کوی د ایران په شمول له ګاوندیو هیوادونوسره اړیکی پراخې کړي . د طالبانو له موقته دولت سره د نړیوالې ټولنې د ملګرتیاو یو خنډ د ټولو قومونو او مذهبونو په مشارکت سره د پراخ بنسټه دولت جوړول دي چی اوس په نړیوالې ټولنې په یوه غوښتنه بدله شوی ده .

د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان د ولکې له پیله  په دغه هیواد کې د ټولو قومونو او مذهبونو په ګډون د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو ټنیګار کړی و د دې په ترڅ کې چې  له تیر وخته تر اوسه د اسلامي ایران سیاست د افغان ولس د ګټو او د ګاونډی د ملاتړ په اساس ولاړ پاتې شوی او د افغان ولس د ملاتړ لپاره یې له هیڅ  هڅې ډډه نه ده کړې.  په کابل کې د ایران د پانګه والو او د د طالبانو د دولت د اوبو او انرجۍ د پلاوي غونډه په همدې لړ کې بللی شو.

په دې غونډه کې  چې په کابل کې طالبانو د دولت د اوبه او انرجۍ د وزیر د مرستیال "مجیب الرحمان عمرآخند زاده" او دوو ایرانیو پانګه والو شرکتونو د مسوولانو په شتون ترسره شوه کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو د انتقال د طرحې او د پلازمینې د خلکو د اوبو د ستونزو په هواري سربیره  د ایرانیو شرکتونو استازو، په تیره بیا کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو د لیږدولو په اړه خپله طرحه وړاندې کړه.

 اسلامي ایران په تیرو څلویښتو کلونو کې همیشه د افغانستان د خلکو په څنګ کې پاتې شوی  او تر خپله وسه یې د دغه مظلوم ولس د ستونزو د ختمولو هڅه کړې ده دافغانستان د هرات او  د ایران د رضوي خراسان ولایتونو د پلاویو په  د پینځمې ګډې اقتصادي غونډې ترسره کیدل چې تیره اونۍ د دواړو هیوادونو تر منیځ په تجاري چارو کې د اسانتیاوو د ښه کولو لپاره ترسره شوه د تهران د همدغه سیاست په لړ کې ده. د هرات د والي ویندوی حمید الله متوکل په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې خبریالانو ته وویل:

« د دغه غونډې هدف  د افغانستان او ایران تر مینځ د تجارتي ستونزو د ختمولو او راکړو ورکړو تبادله  ده په دغه غونډه کې  په څلوروموضوګانو، ټرانسپورټ او د هرات خواف د ریل لارې، کرهڼې، صنعت او تجارت او د سونګو د موادو په اړه بحث وشو.

د رضوي خراسان د صنعت او تجارت د ادارې مشر امیر رضا رجبي په دې اړه وایي:

د هرات د تجارت او صنعت کوټې له مونږ غوښتې چې د مشین آلاتو، او د دغه ولایت د صنعت او معدن د کوټې له انجنیرنګ سره مرسته وکړو. په همدې برخه کې په دا وروستیو کې د افغانستان په بلخ ولایت کې د ایران د ټریکټر جوړولو شرکت رسمي څانګه پرانستل شوې ده.

   اوسنۍ حالت په تیرو شلو کلونو کې د امریکایي نیواکګرو د شتونو، بندیزونو او د امریکا له خوا د خلکو د پیسو د نیولو  په وجه د افغانستان اقتصادي او انساني بحران له یوې خوا او د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د افغانستان د مختلفو قومونو او سیمو او مذهبي ډلو  غوښتنو ته د طالبانو بې پامي له بلې خوا سبب شوې چې  نه یوازې نړیوالې ټولنه د طالبانو رسمیت پیژندلو ته ګروهنه ونه لري بلکې په افغانستان کې د پانګه والو مشارکت له اساسي ستونزې سره مخ شي. داسې وضعیت چې اصلي تاواني یې د افغانستان ولس دی.

 د پانګه ونې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ایران له سفارته د طالبانو بیا بیا غوښتنو او په ټولو زمینو کې د ایران وسونو ته په پام سره ویلی شو چې د یو دمکراتیک نظام په لور د طالبانو حرکت او په دغه هیواد کې  عمومي مطالبو ته پام، د افغانستان په بازار کې د ایران د پانګه ونې او لا اقتصادي مشارکت لپاره زمینه برابروي چې په دغه  هیواد کې د کار او کسب د ځلا لپاره ضروري دی.