کورنۍ وړتیاوې ۲۷ برخه
لکه څرنګه چي پوهېږئ د اسلامي انقلاب معظم رهبر ۱۴۰۱ لمریز کال د تولید، پوه بنسټ، روزګار رامینځ ته کوونکی کال په توګه نومولی دی،په دغه برخه کې به د انساني نیروګانو او مسلکي توب د اهمیت په هکله بحث وکړو.
په انساني ځواک کې پانګونه او د انساني نیروګانو د کاری کیفیت لوړېدا د اقتصادي ودې د ګړندیتوب او د زیاتې ګټې د تر لاسه کولو له اصولې رودو څخه بلل کیږي، اقتصادې څېړنې ښودنه کوي چي انساني پانګه یوه بشپړه اقتصادي مفهوم بلل کیږي او په حقیقت کې د انسان کیفي ځانګړنې ته د یو ډول شتمنی یا سرمایې په سترګه کتل کیږي ځکه چي دغه ځانګړنې د تولید، عاید او هوساینې د زیاتوالې سبب ګرځېدایشي، له شکه پرته انساني نیروګان کولایشي خپلې وړتیاوې په فیزیکې او فکري توګه د سازمان په واک کې کښېږدوي، په همدې خاطر انساني ځواک د تولید تر ټولو مهم رکن بلل کیږي. د یوه هیواد د انساني سرمایې کیفیت د انساني سرچینو په مدیریت کې یوه مهمه مساله ده، انساني سرمایه د کارکوونکو کارنده او رغنده وړتیاو ته اشاره کوي چي تجروبه، مهارت او پوهه دغو وړتیاو کې شاملېدایشي چي دا ټوله اقتصادي ارزښت لري. هیوادونه د انساني سرمایې له نظره له ډول ډول سویو څخه برخمن دي.
مهمه مساله دا ده چي په انساني سرمایه کې پانګونه هغه مهال د اقتصادې ودې سبب کېدایشي چي اقتصادي اړتیاو سره په تناسب او د نویو علمي لاسته راوړنو پر بنیاد تولید ته توجه وشي، پیاوړې او استعداد څخه برخمن انساني ځواک په هر یو سازمان کې له ودې او پرمختګ سره زیاته مرسته کوي او په مقابل کې لټ، غیر مسلکي او له انګیزې پرته کارکوونکي هم د یو سازمان په نه کارنده توب او زیانمن کېدلو کې زیات رول لوبوي.
انساني سرمایې په ماډرن اقتصادي وده کې یو مهم لامل دی، اقتصادي وده یوازې د انساني نیروګانو له زیاتوالې سره تړاو نه لري، بلکې په زیاتره د انساني نیروګانو له کارندوالې سره تړاو لري، د انساني نیروګانو د کیفیت لوړېدا سبب کیږي چي له یوې خوا کاري نیروګان مسلکي او توانمن ووسي، او له بلې خوا بیا ټکنالوجي او پوهه سبب ګرځي چي سرمایه په موثره او مولده توګه عمل وکړي.
په تولید کې د کارندوالې پراختیا او د عاید وده هغه مهال تر لاسه کېدایشي چي نیروګانو ته روزنه ورکول شي او په هممهاله توګه تخنیکې پرمختګونو ته پاملرنه وشي.
د هر یو پوه بنسټ اقتصاد یوه اصلي ستنه، د کارکوونکو روزنه او د مسلکي او تعلیم یافته نیروګانو حضور دی څو علمي موندنې وشي او له علمي لاسته راوړنو او لاروچارو څخه په کارنده توګه کار واخیستل شي، په شلمه پېړۍ کې پوه بنسټ اقتصادونه یو لړ وړتیاو او مهارتونو ته ضرورت لري، لکه د ICT مهارتونه، د ستونزو د هوارولو مهارت، تحلیلي مهارت، په ډله ایزه توګه د کار کولو مهارت، د زده کړې مهارت، کارنده او موثرې اړیکې او داسي نور.....
یادو مهارتونو ته رسېدل یوه انعطاف موندونکی روزنیز نظام ته ضرورت لري، داسي روزنیز نظام چي په کښې لومړنۍ روزنې د زده کړې اساس او بنسټ جوړوي او د تعلیم په وروستیو پړاونو کې مهم مهارتونه، نوښتونه او نیوکه کوونکي تفکر محصلینو ته ورښيي.
په معارف او روزنیز نظام کې پانګونه د پوه بنسټ اقتصاد اصلي ستنه بلل کیږي، په مختلفو هیوادونو کې، کارنده انساني نیروګانې د هیوادونو د بریالیتوب له اصلي عناصرو څخه دي، د پوه بنسټ اقتصاد د بڼه اخیستلو لپاره کارنده، تعلیم یافته او نوښتګر انساني ځواک ته ضرورت شته، د پوهنتون استاد او په ټکنالوژی او علمي ډګرونو کې د ایران د ولسمشر مرستیال سورنا ستاری وایي:
نوښتګر انساني ځواک او د پوه بنسټو شرکتونو فعاله ټکنالوژی د پوه بنسټ اقتصاد په چورلیزتوب سره د هیوادونو د پرمختګ او د ودې بنیاد جوړوي.
اکثره پراختیایي هیوادونه له دوه ګونې او له یو بل نه د بیلابیلو ستونزو سره لاس په ګرېوان دي، هغوی د خپل صنعت د ودې لپاره له ضروري مهارتونو او مسلکي کسانو څخه بې برخه دي، خو په عین حال کې په زیاته اندازه د کار غیرمسلکي نیروګان لري، د غیرمسلکي کاري نیروګانو زیاتوالې هم د ضروري مهارتونو د نه شتون د امله رامینځ ته کیږي، په دغو هیوادونو کې له فیزیکي پانګونو نه زیات باید په انساني منابعو باندې پانګونې وشي، د وارداتو او فیزیکي سرمایو له رامینځ ته کېدو سره سره، اوس لا هم دغو هیوادونو له چټکې اقتصادې ودې نه بې برخه دي، ځکه چي تر اوسه په کښې انساني منابعو ته پاملرنه نه ده شوې او انساني منابع یې وده نه ده کړې. دغو هیوادونو هر کل په زیاته اندازه پانګونې جلبوي، لیکن د ضروري مهارتونو د نه شتون د امله، له دغو منابعو څخه د استفادې وړتیا نه لري.
په پرمختیایي هیوادونو کې یوه بله ستونزه دا ده چي دغو هیوادونو د انساني نیروګانو د مهاجرت او د مسلکي کسانو د تېښتې له ننګونې سره مخامخ دي، د مسلکي کسانو د تېښتې یو لامل دا کېدایشي چي دغو هیوادونو له خپلو مسکلي او وړ کسانو څخه د ګټه پورته کولو وړتیا نه لري او د فعالیت زمینه نه شي ورته برابرولای، بل لامل هم دا دی چي اکثره مسلکي کسان داسي روزنې او زده کړې تر لاسه کړي چي په خپل هیواد کې ورته د کار امکانات موجود نه دی او هیواد یې د ګټه پورته کولو لپاره کافي ظرفیت نه لري، په دې خاطر هغه انساني نیروګان چي تعلیم یافته دي او کار زمینه ورته نه شته، غوره ګڼي چي بهر ته مهاجرت وکړي، په پوه بنسټ اقتصاد باندې د تمرکز یو هدف دا دی چي د انساني نیروګانو په کیفیت باندې په پانګونې سره، له دغو نیروګانو څخه د ګټه اخیستلو او د هغوی د مهاجرت د مخنیوی زمینه برابره شي.
د ایران په اسلامي جمهوریت کې د کارنده انساني نیرو اهیمت دومره زیات دی چي د اسلامي انقلاب معظم رهبر د انقلاب په دوهم ګام کې هم هغه ته اشاره کړې ده، هغوی د انقلاب د دوهم ګام په اعلامیه کې فرمایي:
« د هیواد تر ټولو هیله بخښونکی او مهم ظرفیت، په ایمان او دین سره، سینګار شوی توانمن، کارنده او مسلکې انساني نیروګان دي. له ۴۰ کلونو کم عمر لرونکي ځوان پرګنی چي د د شپېتمې لسیزې د نفوس د څپې نتیجه ده، د هیواد لپاره ارزښناکه فرصت رامینځ ته کړی دی، ۳۶ میلیونه ځوانان چي له ۱۵ بیا تر ۴۰ کلونو پورې عمر لري او لوړې زده کړې کړي دي، د طبیعې علومو او اینجینرینګ په زمینه کې د نړۍ په کچه دوهم مقام، په انقلابې روحیې روزل شوي ځوانان چي د هیواد لپاره جهادی هلوځلو ته تیار دي او هغه څېړونکي ځوانان چي صنعتي، فرهنګي او علمي نوښتونو په رامینځ ته کولو لګیا دي، دا ټول د اسلامي ایران لویه سرمایه جوړوي او د هیواد شتمني ده چي له هیڅ ډول مادی زیرمو سره د پرتلې وړ نه دي».
د رهبری ستر مقام د ۱۴۰۱ لمریز کال په پیل کې هم وویل: مونږ داسي یو هیواد یو چي د انساني سرمایې له نظره، د نړۍ په بډایه هیوادونو کې شمېرل کیږو.
د رهبری له لوري په انساني سرمایې باندې دغه ټینګار په دې دلیل شوی دی چي د اسلامي انقلاب رهبر چارواکو او مسئولینو ته وښیي چي وده او پرمختګ د کارنده او مسلکي نیروګانو په کارولو سره، تر لاسه کېدایشي، دا د صنعتي او پرمختللیو هیوادونو له لورې تجروبه شوې ده، د دې مسالې اهمیت دومره زیات دی چي د پرمختللیو هیوادونو یوه برنامه له بهر څخه د کارنده او مسلکي انساني نیروګانو جذبول دي.