اسلامي ایران د پاکستان په سفارت برید وغاند
Dec 03, 2022 01:10 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د پاکستان په سفارت ترهګره حمله وغندله.
ناصر کنعاني چافي دغه راز د افغانستان د بې ګناه ښاریزو پرضد د ترهګرو حملو په دوام باندې د اندیښنې په ښودلو او په سمنګان ولایت کښې په یوې دیني مدرسې باندې د حملو د غندلو او د حزب اسلامي په دفتر باندې د برید په غندلو سره وویل د ترهګرو بریدونو د دوام نتیجه د افغانستان بې ثباته کول دي کوم چې د سیمې او د افغانستان د خلکو د ګټو پرضد کار ګڼل کیږي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي له ترهګرۍ سره د اغیز شیندونکي مقابلې لپاره په ګډو سیمه ییزو ملګرتیاو ټینګار وکړ.
ټیګونه