له صیهونیسټ رژیم سره اړونده څلورجنایتکاران پانسۍ شول
د غه شبکې غړیو د صیهونیسټ رژیم د استخباراتي افسسرانو په هدایت سره د جنګی وسلو په برابرولوسره د انسان تښتولو اقدام کاوه او خپله تنخوا یې ددیجیټل ارز په بڼه ترلاسه کوله .
د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک عمومي اړیکو دفتر د ۲۰۲۲ میلادی په جون میاشت کې د صیهونیسټ رژیم له استخباراتي ادارې سره اړونده د یو شمیر جنایتکارانو د نیولو خبر ورکړ . دغه شبکط د صیهونیسټ رژیم د استخباراتي ادارې په هدایت سره د عمومی او شخصی شتمنیو د ویجاړولو او غله کولو ، انسان تښتولو او د جنایتکارانو له لوری د جالی اعترافاتو د ترلاسه کولو اقدام کاوه چی په نهایت کې یې غړي د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک او اطلاعاتو وزارت په ملګرتیا سره ونیول شول .
د غه شبکې غړیو د صیهونیسټ رژیم د استخباراتي افسسرانو په هدایت سره د جنګی وسلو په برابرولوسره د انسان تښتولو اقدام کاوه او خپله تنخوا یې ددیجیټل ارز په بڼه ترلاسه کوله .
د ایران د سترې محکمې له لوری صادر شوی نهایی رای په اساس حسین اردوخانزاده ، شاهین ایمانی محمود اباد ، میلاد اشرفی اتباتان او منوچهر شهبندی له صیهونیسټ رژیم سره د استخباراتی ملګرتیا او انسان تښتنونې په جرم په پانسۍ محکوم شول .
د صادر شویو احکامو په اساس نن سهار د دغو کسانو حکم اجرا شو .