دښمنان  دارزښتونو په بدلولو او ددرزونو په ژورولو پسې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i124888-دښمنان_دارزښتونو_په_بدلولو_او_ددرزونو_په_ژورولو_پسې_دي
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ په سویه، دنوو او ترکیبی جنګونو دارزونې  لپاره کاري ډلې جوړې شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2022 02:52 Asia/Kabul
  • دښمنان  دارزښتونو په بدلولو او ددرزونو په ژورولو پسې دي

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ په سویه، دنوو او ترکیبی جنګونو دارزونې  لپاره کاري ډلې جوړې شوي دي.

 د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ دعمومی قوماندان جانشین سردار محمد حسین دادرس ووئیل، دښمن په ترکیبي جنګ کې د درزونو په ژورولو،د ارزښتونوپه بدلولو او ملی هویّت او وفاق ته په ګوزار وکولو پسې دی.

ایسنا خبری آژانس رآپور ورکړ،سردار محمد حسین دادرس د پوځ د لوي درستیز والۍ په پوهنتون کې دترکیبی جنګ د دوهم ملی سمینار په غږملونکي غونډې کې  پخپلو څرګندونو کې ددښمن دترکیبي جنګ سره په مقابلې کې د هوښیارۍ او چمتووالي د ضرورت په باب د ایران دد رستو قواؤ د لوي قوماندان ټينګار ته  په اشارې سره ووئیل،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ په سویه، دنوو او ترکیبی جنګونو دارزونې  لپاره کاري ډلې جوړې شوي دي.

 د ایران دپوځ دعمومی قوماندان جانشین ددې خبرې په کولو سره چې دترکیبی جنګ په حوزې کې د سټراټژيکوڅيړنو دترسره کولو او د غونډو او سمینارونوترسره کیدایو ډول ملاتړونه دي چې دعلم دتولید سبب به شي زیاته کړه، په درستو اورګانونو کې دڅيړنو نتیجې به  د استفادې وړ وي.