امریکا په ملګروملتونو کښې اصلي څیره وښودله
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ سلاکار د ښځو د مقام په کمیسیون کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د غړیتوب په ختمولو کې په اکوسوک غونډې کښې د امریکا غیر قانوني اقدام ته په اشارې سره وویل امریکا په ملګروملتونو کښې خپله اصلي څیره نندرې ته وړاندې کړه.
د ایران د نمایندګۍ سلاکار ډاګینه کړه په داسې حال کښې چې د امریکا استازي د امنیت شورا په غونډې کښې د څو اړخیز پالنې په ملاتړ کولو او د ملګروملتونو د منشور د دفاع کولو خبره وکړه خو له دې سره په یووخت یې د ملګروملتونو په بله غونډه او د ملګروملتونو د اقتصادي او د ټولنیزې شورا( اکوسوک) غونډې کښې د واشنګټن حقیقي او اصلي څیره نندرې ته وړاندې کړه.
په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ سلاکار زیاته کړه د امریکا اقدامات د ملګروملتونو د سیسټم په قانونمداره بنسټ باندې ښکاره حمله، د څو اړخیزه پالنې مسخره کول، په ټولو څو اړخیزه ټولنو کښې په برابر او معنالرونکي ګډون او غړیتوب کښې د هیوادونو د واکمنۍ د برابرۍ د اصل په هکله د ملګروملتونو د منشور خلاف ورزۍ ده.
د ایران دغه چارواکي په دې خبرې سره چې دا لومړی ځل نه دی چې امریکا د ملګروملتونو او د څو اړخیزه نظام کمزوري کوي جوته کړه یو بل تاواني اقدام چې امریکا یې د څو اړخیز پالنې پرضد ترسره کوي له اټومي تړون څخه د واشنګټن وتل دي.
په ملګروملتونو کښې د ایران د نمایندګۍ سلاکار ټينګار وکړ نړیواله ټولنه باید په سخت ډول د امریکا له یواړخیز پالنې سره مخالفت وکړي او هغه رد کړي.