Dec 20, 2022 16:02 Asia/Kabul
  • د ایران ستر لارښود حضرت آیت الله خامنه يي
    د ایران ستر لارښود حضرت آیت الله خامنه يي

د اسلامي انقلاب ستر مقام د شاهڅراغ(ع) پاک حرم د ترهګریزې پېښې د شهیدانو له کورنیو سره په لیدنه کې، دا پېښه د تور زړونو او منافقو امریکایانو د رسوايۍ لامل یاده کړه.

د رهبرۍ معظم مقام د اطلاع رسونې ویبپاڼې د راپور له مخې، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله خامنه يي، نن سه شنبه په دې لیدنه کې، د شاهڅراغ (ع) پاک حرم ترهګریزه پېښه په زړونو کې د داغ جوړولو لامل خو د ایران په تاریخ کې تلپاتې وګڼله او د دې خباثت ترشا د پټو لاسونو یاني د داعش رامنځته کوونکي او د کینه کښ امریکایانو پر رسوا کېدو ټینګار وکړ.

حضرت آیت الله خامنه يي، د زیارت کوونکو ترور د نورو ترهګریزو پېښو سره متفاوت او د دښمن د رسوايۍ لامل یاد کړ وویل: د خیانتکاره ځاني ترسر ه کوونکو سربېره، د داعش اصلي رامنځته کوونکي هم په دې جنایت کې شریک دي، دوی دومره دروغجن، تور زړه، رسوا او منافق دي، چې په خبره کې د بشرحقونو بیرغ اوچتوي خو په عمل کې، ګواښوونکې ترهګریزې ډلې رامنځته کوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: کلتوري او هنري برخې باید دې سترې پېښې ته لکه د عاشورا او نورو تاریخي مسائلو په څېر پام وکړي او راتلونکو ته یې ولېږدوي.

حضرت آیت الله خامنه يي،  د دې پېښې په اړه رسنیزو او کلتوري برخو ته د هنري تولیداتو او نورو تاریخي قضیو په برخه کې سپارښتنه وکړه او وویل: موږ د اسلامي انقلاب تاریخ او د دښمنانو جنایتونو او پېښو په اړونده مسائلو کې  د رسنیز او تبلغ کار له اړخه، کم کاري کړې، داسې چې زموږ ځواب نسل د پخوانیو پېښو له هغې ډلې د منافقینو د جنایاتو په اړه ډېر مالومات نه لري.

د اکټوبر پر ۲۶مه  د ایران د فاس ولایت په مرکز په شېراز ښار کې د حضرت احمد بن موسی(ع) پر پاک حرم د داعش په ترهګریزه پېښه کې، د دوو ماشومانوپه ګډون ۱۳ کسان شهیدان او ۳۰ تنه زیارت کوونکي ټپیان شول.

ټیګونه