د قرآن کریم  په ۳۹ نړیوالو سیالیوکې د80هیوادونو استازي ګډون کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125350-د_قرآن_کریم_په_۳۹_نړیوالو_سیالیوکې_د80هیوادونو_استازي_ګډون_کوي
د ایران د اسلامی جمهوریت  په سفارتونو کې د سیالیو کونکو د آثارو ریکارډ کول او منظمول پاي ته رسیدلي او ددغو آثارو برابرول  او نهائي کول ترسره شوي دي  او د راتلونکی جنورۍ له دیارلسمې نیټې څخه ئې قاضیان هم قضاؤت کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2022 01:23 Asia/Kabul
  • د قرآن کریم  په ۳۹ نړیوالو سیالیوکې د80هیوادونو استازي ګډون کوي

د ایران د اسلامی جمهوریت  په سفارتونو کې د سیالیو کونکو د آثارو ریکارډ کول او منظمول پاي ته رسیدلي او ددغو آثارو برابرول  او نهائي کول ترسره شوي دي  او د راتلونکی جنورۍ له دیارلسمې نیټې څخه ئې قاضیان هم قضاؤت کوي.

د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ د کمیټیو د مسئولانو غږملونکي غونډه د اوقافو او خیریه  چارو د ادارې په شهید سلیماني  ودانۍ کې ترسره شوه.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،  د اوقافو او خیریه چارو د ادارې دقرآني چارو د مرکز مشر حمید مجیدي مهر د قرآن کریم د ۳۹ نړیوالو سیالیو  دمختلفو کمیټیو د فعالیتونو په بیانولو سره  ووئيل،  له اتیاؤ هیوادونو څخه  ددغو سیالیو هرکلی شوی او خپل استازي ئې معرفی کړ ي دي  او  د اویاؤ ه یوادونو  له اوو کلونو راهسې د ګډون ریکارډ مات شوی او سږکال به په دغو سیالیو کې د اتیاؤ هیوادونو استازي ګډون وکړي.

مجیدي مهر زیاته کړې ،د ایران د اسلامی جمهوریت  په سفارتونو کې د سیالیو کونکو د آثارو ریکارډ کول او منظمول پاي ته رسیدلي او ددغو آثارو برابرول  او نهائي کول ترسره شوي دي  او د راتلونکی جنورۍ له دیارلسمې نیټې څخه ئې قاضیان هم قضاؤت کوي.

 هغه زیاته کړې ده ، سږکال نړیوالې سیالۍ  به په لګښتونو کې له بچت کولو سره سره ، په عظمت او پرتم سره شي. په دغو سیالیو کې به کلا شل میرمنې او له دیرشو تر پنځه  دیرشو پورې سړي ایران ته  راشي،او پرانیستونکي ، پایزو دستورو کې او دغه راز  به په دریمه ورځ هم د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره دلیدوکاتو پروګرام وي. هغه ووئيل دغه سیالۍ به  داسلامي کنفرانس د سرمشریزې په هال  کې ترسره شي.