د امریکا جنایت په تاریخ کښې ثبت شوی دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په عراق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پخواني سفیر ایرج مسجدي ټینګار وکړ د شهید قاسم سلیماني په ټرور کښې د امریکا جنایت په تاریخ کښې ثبت شو او قضايي او حقوقي تعقیبونه دوام لري.
هغه پرون په لویدیځې اسیا سیمې کښې له ترهګرۍ او سرزورۍ سره د مبارزې په تخصصي ګردي میز کښې چې د اسلام او د ایران د زړور سردار شهید قاسم سلیماني په اقداماتو باندې تمرکز کولو سره د ایران د خارجه وزارت د نړیوالو او د سیاسي مطالعاتو په مرکز کښې ترسره شو وویل قاسم سلیماني په عراق کښې او له ترهګرو سره په مبارزې کښې مهم رول درلود.
په عراق کښې د ایران پخواني سفیر ایرج مسجد وویل د سردار قاسم سلیماني شهادت د عراق او د ایران د خلکو ترمینځ یو ژور معنوي پیوند رامینځته کړ او یوځل بیا یې د عراق خلکو ته دغه خبره ثابته کړه چې سردار سلیماني او د ایران اسلامي جمهوریت د عراق دوستان دي.