ایران د افغانستاني کډوالو د استوګنې موده بیا تمدید کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125658-ایران_د_افغانستاني_کډوالو_د_استوګنې_موده_بیا_تمدید_کړه
د ايران د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د څه باندې يو ميليون افغان کډوالو د استوګنې اسناد یې د روانې مرغومي مياشتې تر پايه تمديد کړي او د بیا تمديدو امکان یې هم شته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2023 04:19 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستاني کډوالو د استوګنې موده بیا تمدید کړه

د ايران د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د څه باندې يو ميليون افغان کډوالو د استوګنې اسناد یې د روانې مرغومي مياشتې تر پايه تمديد کړي او د بیا تمديدو امکان یې هم شته.

د ايران د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د څه باندې يو ميليون افغان کډوالو د استوګنې اسناد یې د روانې مرغومي مياشتې تر پايه تمديد کړي او د بیا تمديدو امکان یې هم شته.

د ايران د کورنيو چارو وزارت د بهرنيو کډوالو او اتباعو مدير سردار صادق رضادوست ويلي، تېره اونۍ د کورنيو چارو وزير په غړيتوب يو کمېسيون جوړ شوی او پرېکړه یې کړې چې ټولو افغان کډوالو ته دې د کار کولو اجازه او د اوسېدنې ځانګړي کارتونه ورکړل شي.

 د رضادوست په خبره د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره لومړني ګامونه اخيستل شوي او ډير ژر به یې عملي پړاوونه هم پيل شي.

 د يادونې وړ ده چې دا مهال په ايران کښې شاوخوا پنځه ميليونه افغان کډوال مېشت دي چې زیاتره یې قانوني اسناد نه لري.