په خراسان رضوي کښې ۱ لاک ۸۰ زره افغانستاني وګړي ویکسینیټ کیږي
د روغتیا نړیوال سازمان ایران د ککړو ګاونډي هیوادونو باوجود د شري په ختمولو کښې د یو کامیاب هیواد او مثال په توګه نومولی دی.
د ایران د خراسانِ رضوي ولایت د کډوالو د چارو د ادارې لوې مدیر وویل: د پولیو او شري په وړاندې د ویکسنیشن په طرح کښې یو لاک اتیا زره افغانستاني کډوال د دغو ناروغیو په وړاندې ویکسنیټ کیږي.
د ایران اسلامي جمهوریت د امریکې د یواړخیزو او سیمه ایزو بندیزونو باوجود توانیدلی چې نه یوازې د خپلو خلکو درملیزې او صحي اړتیاوې پوره کړي بلکې حتی د نورو هیوادونو د ښاریزو خدمت هم وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان ایران د ککړو ګاونډي هیوادونو باوجود د شري په ختمولو کښې د یو کامیاب هیواد او مثال په توګه نومولی دی.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د خراسانِ رضوي د کډوالو د چارو د ادارې لوې مدیر سید علي قاسمي په دې خبرې سره چې کوم بهرني ښاریز چې د ۲۰۲۲ کال له جون میاشتې راهیسې دې ولایت ته راغلي دي، ۵ لاکه کسان دي، زیاته کړه: په دغو کښې کابو ۳ لاکه او ۲۰ زره کسانو د سلامتیا دوسیه درلودله خو کابو یو لاک اتیا زره کسان د واکسنیشن په طرح کښې شاملیږي.