Jan 15, 2023 14:03 Asia/Kabul
  • د ایران اساسي قانون د ښځو ملاتړی او ساتونکی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران د ولسمشر د حقوقي چارو مرستیال محمد دهقان ټینګار وکړ: د ایران اساسي قانون د ښځو د حقوقو ملاتړی او ساتونکی دی.

هغه په دې خبرې سره چې په ایران کښې په وروستیو بلواو کښې دښمن ته اړونده رسنیو هڅه کوله ځانونه د ایران د ښځو د حقوقو دفاع کونکي وښيي وویل دا یو تریخ طنز او ټوکه ده چې ارتجاع (سعودي عربستان او عربو هیوادونو  )ته اړونده رسنۍ چې اوس هم په دغو هیوادونو کښې د ښځو لومړي حقوق نه رعایتیږي ځانونه په ایران کښې د ښځو د حقوقو د اجرا تعقیبونکي معرفي کړي.

محمد دهقان په دې خبرې سره چې د اهل تشیع د مکتب د حقانیت د ثابتیدا لپاره همدغه خبره کافي ده چې دغه مکتب د حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها په شان شخصیت لري وویل د لیبرال او د متحجرانه دوو مکتبونو اپوټه چې ښځې ته د یوه څیز او له تاوتریخوالي ډ ډک شي په سترګه ګوري اسلام او اهل تشیع مکتب ښځې ته له کرامت او ارزښت یو ځاې یو نظر رامینځته کړی دی.

د ایران د ولسمشر د حقوقي چارو مرستیال محمد دهقان وویل لویدیځ هیوادونه په داسې حال کښې د بشر او د ښځو د حقوقو د دفاع ادعا کوي چې د ښځو د حقوقو تر ټولو زیاتې خلاف ورزیانې نن سبا د همدغو تش په نامه په متمدن لویدیځو هیوادونو کښې د ترسره کیدا په حال کښې دي.

 

ټیګونه