د تهران د جمعې خطیب:
سپاه د جمهوري اسلامي مهم رکن او د قوت ټکی دی
د تهران د جمعې د لمانځه ترسره کونکو هم د شعارونو په ورکولو سره د اروپايي پارلیمان دغه اقدام وغنده.
د تهران د جمعې د لمانخه موقته امام د سپاه پاسداران په هکله د اروپايي پارلیمان د غیرقانوني اقدام په غندلو سره ټينګار وکړ چې د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران د ایران د اسلامي جمهوریت اصلي رکن او د قوت ټکی دی
"حجتالاسلام والمسلمین حاج محمدجواد علی اکبری " د سپاه په هکله د اروپا د پارلیمان د غیرقانوني اقدام په غندلو سره وویل: سپاه پاسداران د اسلامي جمهوریت د قوت ټکی او مهم رکن دی، خلک له سپاه سره مینه لري او اسلامي نظام، حکومت او پارلیمان به دغه سپک غلیمانه اقدام ته مناسب او پریکنده ځوابونه ورکړي.
هغه د تهران د دې جمعې په عبادي او سیاسي لمانځه کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په هدف ګرځولو کښې د اروپايي پارلیمان بد او غیرقانوني اقدام ته په اشارې سره زیاته کړه: د اروپايي پارلیمان اقدام هیڅ ارزښت او اهمیت نه لري او له دې ډیر کمزوری دی چې اتل روزونکی او سرلوړی سپاه پاسداران په نښه کړی شي.
د تهران د جمعې د لمانځه ترسره کونکو هم د شعارونو په ورکولو سره د اروپايي پارلیمان دغه اقدام وغنده.