کنعانی:
امریکا په ریاکاری او مکاری کې اوږده مخینه لري
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په وروستیو بلواو کې د امریکې چلند ته په اشارې سره ټینګار وکړ چي امریکا په ریا کاری او مکاری کې اوږده مخینه لري.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي نن په یوه خبري غونډه کې د ایران د وروستیو بلواو په وړاندې د امریکې د چلند په هکله وویل: امریکا د ۴۰ کلونو په اندازه او د اسلامي انقلاب له عمر سره سم، تل د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام او د ولس په وړاندې ناوړه، ورانوونکی او ناکارنده سیاستونه کارولي دي.
کنعاني زیاته کړه: د بندیزونو په برخه کې هم امریکا د ایران د ولس په ضد په پراخه پیمانه بشري حقوقو تر پښو لاندې کړي او د امریکا ظالمانه او یو اړخیز بندیزونه د بشریت په ضد د جنایت ښکاره بېلګې دي.
هغه یادونه وکړه چي د امریکا دولت باید خپل ناکارنده او ورانوونکی چلند اصلاح کړي څو د دواړو لورو تر مینځ اړیکې په یو بل مسیر باندې ولاړ شي.