د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته د اکراین د شارژدافیر احضارېدا
د اکراین د ولسمشر د سلاکار له لاسوهونکی وېنا، او په اصفهان کې د ایران د دفاع وزارت په یو صنعتي مرکز باندې په برید کې په لاس لرلو باندې له اعتراف وروسته، د اکراین شارژدافیر خارجه وزارت ته احضار شو.
د اکراین د ولسمشر سلاکار میخایل پودولیاک تېره ورځ په خپل ټوییټر کې د ایران په ضد د غلیمانه دریځ په غوره کولو سره، په اصفهان کې د ایران د دفاع وزارت پورې په اړوند صنعتي مرکز باندې په برید کې د اکراین د ګډون خبر ورکړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزارت اعلان وکړ چي د شنبې په ماښام د دې وزارت پورې په اړوند صنعتي مرکز باندې په اصفهان کې د کوچني ریموټي درون په وسیله ناکامه بریدونه شوي دي، چي یوه ډرون د هوایي ضد سیسټم له لورې په نښه شوی او دوه نور په دفاعي جالونو کې بند شوي او چاودېدلي دي.
پودولیاک د صهیونیست رژیم په څېر غلیمانه ادبیاتو په کارولو سره، ویلي چي دغه برید کې اکراین هم رول درلودلې دي چي د هغه دغه ادعا تر اوسه د اکرایني چارواکو له لورې تائید شوی نه دي.