اسلامي ایران این پي ټي تړون ته پاې بند دی
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د اټومي ژمنو د کمولو په هکله د ځینو خبرونو په هکله وویل ایران هیڅ پاتې شوي ژمنه نلري او تهران د اټومي وسلو د د تولید او د پراختیا د بندیز تړون این پي ټي ته پاې بند دی.
محمد اسلامي د کابینې د غونډې په څنګ کښې د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل ایران هیڅ پاتې شوي ژمنه نلري او هغه څرګندونې چې مطرح کیږي رواني عملیات دي.
هغه په دې خبرې سره چې اټومي تړون د دوو سرونو لرونکي معامله ده چې یو سر یې د ایران اسلامي جمهوریت او بل سر یې اروپايي هیوادونه دي زیاته کړه کله چې اروپايي هیوادونه خپلې ژمنې نه پوره کوي او بایکاټونه نه لغو کوي نو داسې دلیل نشته چې ایران ژمنو ته پاې بنده ووسي او ایران د سټراټيژیک قانون پراساس کار کوي.
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي ټینګار وکړ د ایران قانون د سیف ګارډ په چوکاټ کښې دی او له سیف ګارډ بهر هیڅ شی نشته.