ایران خپل دښمنان په بشپړه توګه پېژني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127252-ایران_خپل_دښمنان_په_بشپړه_توګه_پېژني
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي مشر وویل: مونږ دا قدرت لرو چی د دښمن د زړه په تله کې نفوذ وکړو، ټوله ګواښونه مو له سره تېر کړي او هیڅ اندېښنه نه لرو.
(last modified 2023-02-01T22:32:22+00:00 )
Feb 02, 2023 02:58 Asia/Kabul
  • ایران خپل دښمنان په بشپړه توګه پېژني

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران عمومي مشر وویل: مونږ دا قدرت لرو چی د دښمن د زړه په تله کې نفوذ وکړو، ټوله ګواښونه مو له سره تېر کړي او هیڅ اندېښنه نه لرو.

د ایران پرس له راپور سره سم، د اسلامي انقلاب د سپاه د پاسداران عمومي قومندان جنرال حسین سلامی تېره ورځ په تهران کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، په سیمه کې د ایران مقام او د دفاعي ځواک پیاوړتیا ته په اشارې سره، زیاته کړه: جنګ له فوځې ډګر نه اقتصادي او فرهنګي لورې ته بدل شوی، که څه هم دښمنان مو د اقتصادي بندیزونو له لارې د ایراني ولس د فلج کولو هڅه وکړه او  ایراني ساینس پوهان یې ټرور کړل، لیکن د هغوی ټولې دسیسې شنډ شوې.

د سپاه پاسداران عمومي قومندان د اسلامي انقلاب د بریا د کلیزې د رارسېدو د امله د مبارکی په ویلو او د دې په بیانولو چي ایران د خپل استراتیژیک موقعیت د امله د امریکې د ولکه غواړې موخو هدف وګرځېده، وویل: امریکایانو هیڅ دا فکر نه کاوه چي ایران دې د هغوی له سیاسې ولکې نه ووځي.

جنرال سلامي زیاته کړه: د اسلامي انقلاب له بریا څخه ۴۴ کلونه تېر شوی، په داسي حال کې چي نړیوال واکمن نظام د هغه په ړنګېدو تمرکز کړی دی.